دپلوم انجينر فاروق ايوبي
د ٢٠٠٧ زيږديزکال دفبرورۍ مياشتي ١٦ مه نېټه
له اوسني مهاله سل کاله وروسته نړۍ به څنګه وي ؟
په ادبي او هنري نړۍ کي د ساينس فکشن تر سر ليک لاندي د انساني تخيول مزي او
وړانګي تر نا څرګنده بريدونو اوږده شوي اوپر له پسې غزول کيږي . د دې خيالاتو يوه
رښتنې ګټه د فکري ودي پر لوردانسانانود ځواکمنو ذهنونو هڅول دي . له بده مرغه
اوسنۍ نړۍ د جګړې په لمبو کي وريته ده او د هري ورځي په تېرېدو سره د اور دالمبې
زياتېږي . يوشمير افغانانو او د هيواد متفکرو شخصيتونو په دې نيت چي د جګړې له
لوري د نړيوالو پام علمي او تخنېکي ودې او پر مختګونو ته واړول شي ، د راتلونکي
نړۍ لپاره د علمي ودي او تخنيکي پراختيا پر بنسټ د نړۍ دراتلونکي څېرې اوپه
راتلونکې نړۍ کي دمناسبو اسانتياوو اوسهولتونود پنځولو او مهيا کولو يو لړ داسي
وړاندويني کړي چي په اوسني روانو حالاتو کي شوني نه برېښي ، خو په راتلونکي زمانه
او په ځانګړي توګه سل کاله ورسته به دا وړاندويني د ورځني کار بيلګي وي .
پخوا تر دې چي د بيلګي په توګه داوس مهال درې وړاندويني ستاسو درنولوستونکو په
وړاندي کښېږدو ، دو اړينو خبرو ته د علمي موسيسو او اړوندو کارپوهانو پام
راګرځوو .
لومړۍ : د هغوعلمي او تخنيکي موسيسو او اداروڅخه هيله کوو چي د وړاندوينوپه
تړاو د زياتو مالوماتو لپاره په دې نيت چي د علمي پروژو په څير ددې وړاندوينو دپلي
کېدولاري و موندل شي او خيال د عمل ډګر ته لاره پېدا کړي ، زموږ سره په دې ورکړل
شوې پته اړيکي ونېسې .
دوهم : دلاندي دريو وړاندوينو پرته ، د راتلونکي نړۍ لپاره زموږ يو شمير نوري
طرحي او ډيزاينونه د نړئ د يو شمير پوهنيزو مرکزونو سره همدا اوس د مباحثې او
ډيالوګ په پړاو کي دي . که چېري د نورو کارپوهانو او متفکرينو په ذهن او خيال کي د
داډول وړاندوينو څرک وي ، د مهربانۍ له مخي دي د دې ليکني په ورستئ برخه کي د
ورکړل شوي پتي يا ادرس سره اړيکي ونيسي
لومړۍ وړاندوينه : سل کاله وروسته به انسان او انساني ټولني په دې وتوانېږي چي
يوه لويه مادي کتله د بيلګي په توګه يوه لس پوړيزه ودانۍ د نړۍ له يوې سيمي څخه بلي
سيمي ته د بريښنا ليک په ضميمه ولېږي .
د دې فورمول وده د دې وړاندويني دبري ضمانت کوي :
m . g.hA= ½ m . v2B+Q
E = m . c2
موږ تر اوسه د دې فورمول د ودي لپاره څه ناڅه لار پرانېستې ده . علمي موسېسې او
مېنه وال کولای شي چي ، د زياتو مالوماتو لپاره زموږ سره اړيکي ونيسي .
دوهمه وړاندوينه : سل کاله وروسته به انسان او انساني ټولني په دې وتوانېږي چي
د کال په ترځ کي د ځمکي پر مخ د څلورو موسمونو پر مهال پر مځکه اورېدونکي
بارانونه تر خپل کنترول لاندي راولي . بارانونه به د سيمي او په سيمه کي د مېشتو
وګړودهيلي سره سم اورېږي ، په هغو سيمو کي چي ورته اړتيا نه وي ، باران به نه اوري
او په هغو سيمو کي چي ورته اړتيا وي ، باران به اوريږي . او تر اړتيا زيات بارانونه به د
زيرمي په توګه په هوا کي ساتل کيږي . که مينه وال وغواړي د دې وړاندويني هغه
بنسټيز فورمول چي وده اوپراختيا يې د دې هڅي تضمين کوي زموږ سره د اړيکو له
لاري تر لاسه کولای شي.
دريمه وړاندوينه : سل کاله وروسته به انسانان په دې وتوانيږي چي ويونکئ به د
مخاطب يا اورېدونکي کس په ذهن کي د روانو حالاتو يا جرياناتو څخه پوره پوهيږي . يا
په بله وينا ويونکئ به د اورېدونکي په نيت پوهيږي چي د هغه د خبرو سره موافق دئ او
که مخالف ، بيله دې چي اورېدونکئ اعتراف وکړي او يا په خوله څه و وايې . او د دې
تر څنګ به د انسان د ذهن د پاڼي څخه د خبرو کولو پرته هغه مطالب چي په ذهن کي يې
شته د کمپيتر دننه سافت وير جوړ کړي او د يوه ځانګړي فايل په شکل به يې د تايپ
کولو پرته د چاپ او خپرولو جوګه کړي .
هوا لله اعلم
لوستونکو ته په درنښت
د ايميل پته :





مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت