لیکوال: محمد بصیر سلیمانخېل
ولور په اسلام کې له يوه مخه ناروا عمل بلل کېږي، خو له بده مرغه دې دود
په پښتنو په تیره بیا د پکتیکا ولایت په خلکو کې زورې ریښې غزولي دي. که څه هم د
ولور اخیستل اوس په یو دود اوښتی، خو هغه پلرونه چې پر خپلو لورانو باندې ولور اخلي،
بېلابېل دلایل وړاندې کوي.
لومړئ: هغه کسان چې د خپلو اقتصادي ستونزو په خاطر ولور اخلي
دویم: هغه کسان چې د دود د مراعات له
مخې ولور اخلي
دریم: هغه کسان چې د دود د مراعات له
مخې ولور اخلي، خو تر نیمی زیات ولور بیرته د کوزدې له ورځې نه د واده تر ورځې په
بېلابېلو مراسمو کې ورپریږدي.
د لومړي نظر کسان وايي چې، هغوئ خپلې لورانې لویې کړي،
لګښتونه یې پري کړي او کله چې هغوئ د خپل مېړه کور ته واده کوي اوځي، نو باید په
بدل کې له خپل زوم څخه یوه اندازه پیسې یوسي. ددویم نظر کسان بیا دا دلیل وړاندې
کوي، چې هغوئ د دود له مخې پر خپلو لورانو
باندې ولور اخلي، او که چیرته ولور وا نه خلي، نو خلک به کومه بله منفي انګیرنه
وکړي او وايي به چې جینکۍ کې کوم عیب و او بل دا چې کېدای شي سبا ورځ زموږ لور د
خپل مېړه په کورکې په دې خاطر بې ارزښته وبلله شي، چې کوم ولور يي نه ده پرې اخیستی،
خو د دې نظر کسان بیا د ولور پیسې بیرته زوم
ته نه