انګیزه څه شی ده؟
انګیزه څه شی ده؟
د روان پیژندنې د علم له نظره انګیزه هغه دروني ځواک ده چې هرې موخې ته د رسیدو لپاره اغیزمنه وي.
خو زه له انګیزې نه یو بل برداشت هم لرم. زه وایم چې انګیزه یعنې په ریښتیا سره غوښتل، د زړه له کومې غوښتل، یعنې د موخې او زموږ لپاره د هغې د ګټو پیژندل.
انګیزه پلور او پیرودل کېږي نه. انګیزه یو له هغو محصولاتو څخه ده چې انسانان يي لومړني توکي لري، خو لومړی درجه جنس نه شي ترې تولیدولی. انګیزه داسې شی ده چې موږ باید هغه رامنځته کړو!
چیرته؟
څرګنده ده چې په خپل وجود کې. او کله چې مو رامنځته کړه بیا باید ورته پاملرنه وکړو. انګیزه لکه یو ګلاب داسې حساس شی ده. هر څومره چې يي وساتو او پام ورته وکړو هغومره به زموږ په ګټه وي.
کېدای شي تاسې ووایاست چې څنګه؟
لومړی: باید هر هغه شی چې غواړی تر لاسه یي کړی یا یي تر سره کړی، خپله اړتیا يي وبولی نه جبر یا ساعت تیری.
دویم: موخه ولری، داسې موخه چې د تاسې له اوسنیو وړتیاوو او امکاناتو سره وړ وي، یعنې معقولیت ولري.
دریم: پروګرام جوړ کړی او پر هغه باندې عمل وکړی.
څلورم: هرې موخې ته د رسیدو لپاره بېلابېلې لارې شته، یوه له دغو لارو څخه تاسې ته وړ لاره ده.
پنځم: د خپل ځان سلامتي او روغتیا ته پاملرنه لری، یو سالم او روغ بدن د انرژیو کان وي.
شپږم: له خنډونو او ستونزو څخه مه ویریږی. یوازې خپله موخه درته مهمه کړی نه هغې ته د رسیدو ستونزې.
اووم: تل په خپل جیب کې یوه وړه کتابچه درسره ساتی او د هغې موخې په اړه رپوټونه پکې لیکئ او هر کله چې مو د هغې موخې په اړوند کوم مثبت کار تر سره کړ، نو یي لیکئ. د دې تر څنګ خپلې دې موخې ته د رسیدو یا نه رسیدو یو شمېر دلایل هم ولیکئ.
اتم: زر مه نا امیده کېږی، په یاد ولری چې هرې موخې ته رسیدل ستونزمن کار ده او دا یوازې کوښښ او تحمل غواړي.
نهم: په دې نړۍ کې هر شی ځانته ارزښت لري. یوې موخې ته د رسیدو ارزښت، له یو لړ خوشالیو څخه تیریدل دي.
دلته د نینجايي یوه خبر ده چې وايي:
(که چیرته موخې په اسانۍ سره تر لاسه کېدای، نو کوښښ به څه معنی ورکوله؟)
مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت