د آصف ننګ نیونه، د هېواد د پلورونکو له خوا یوه بله توطیه
که څه هم په افغانستان کې د امریکې د پخواني سفیر ښاغلي زلمي خلیل زاد
په وینا، په افغانستان کې د نظار شورا او ټوپکسالارانو د ملا تېر مات
شوی، خو نښې څه، ان بشپړ قوت یې لا ځای پر ځای پا ته دی. د ملي امنیت د
چارواکو له خوا پاکستان ته د جاسوسۍ په تور د آصف ننګ په نیونې سره
شمالي ټلواله هڅه کوي چې، د آصف ننګ په شان کسان چې، د همدا شان
ډلو ټپلو د سترګو اغزی دی، په یوه بله بانه یې له مخې لري کړي.
د ملي آرمان ورځپاڼې دخپلې ۸۲ مې ګڼې په لومړي مخ کې لیکلي چې، د دوی
ورځپاڼه لومړنۍ ورځپاڼه ده کوم چې، پاکستان ته د جاسوسۍ په تور د
آصف ننګ د نیولو خبر د ملي امنیت چارواکو دوی ته ورکړی. خو له بلې
خوا، بیا د ملي امنیت د لوی ریاست ویاندښاغلی سعید انصاري پرون
رسنیو ته په خپل یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې، مونږ هېڅ رسنۍ
ته، پاکستان ته د جاسوسۍ په تور د اصف ننګ د نیولو خبر نه دی ورکړی.
خو پورته مو ولیدل چې د ملي آرمان ورځپاڼه په وازه خوله نارې وهي چې، د
دوی ورځپاڼه لومړنۍ ورځپاڼه ده کوم چې د ملي امنیت چارواکو د ننګ د
نیولو خبر ورکړی دی.
له بلې خوا، د افغانستان د خبریالانو د آزادې ټولنې رییس ښاغلي
رحیم الله سمندر او دافغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې مشر ښاغلي فاضل
سنچارکي هم یوازې د یوه خبري کنفرانس په ورکولو سره د ښاغلي ننګ د
آزادیدو غوښتنه وکړو. په دې چې، ښاغلي سمندر ته د ننګ د آزادیدو د
پریښودو په هلو ځلو کې، کوم ډالر نه پاته کېدل او ښاغلي سنچارکي ته خو
پرته له دې چې کوم ډالر نه پاته کېدل، بلکې ښایې په بند کې د ننګ د
پاتې کېدو پر سر یې ټینګار هم کړی وي. ځکه چې، د ننګ تګلاره د شمالي
ټلوالي او د سنچارکي غوندي کسانو سره یوه نه ده.
په کار داده چې، د هېواد ولسمشر د ننګ د بې قید او شرط آزادیدو لپاره امر
ورکړي. او خپلې سترګې چې یې یو ځل بیا کوم د ټلوالې کس له خوا ور پټي
شوي، خلاصي کړي او دا واقعیت او پېښه په خپلو خلاصو سترګو سره
وڅېړي.
په ننګ دې ژوندون کړی
په ننګ درسره ولاړ یم