د حسین علیه سلام په یاد کې د غني خان مرثیه
حسين (رض)، د پښتو ژبې د ستر فلسفي شاعر ارواښاد غني خان دیوې
اوږدې وېرنې سر لیک دی، چې د سیدالشهدا حضرت حسین (رض) د
حماسې او سرښندنې یو لوړ انځور وړاندې کوي.
دا قیامت دی،که معراج دی او که ورځ د کربلا
دي دا شګو کې سرې وینې که ګلونه د لاله
سور خمار زهرو کې ګډ دی ترې نه ډکه ده پیاله
څه په جوش ورته روان دی د مئینو سر بالا
نن بادشاه د عاشقانو در روان دی اې جانانه
شان د مېنې درته ښايي توان ددې خاورې بې توانه
ټول جهان تیاره کې رپي، یو بڅرکی ځي روښانه
ګوره سترګې یې ځلیږي، په څه نوي نور مستانه
ستا منصور ورته پسخیږي، ستا عیسی ورته حیرانه
دا د ده د درد لمبې دي، که د نور ستوري روښانه
یو ګلاب ځان له روان دی، تک تور سوي بیابان کې
یوه سپینه شمعه خاندې، د یو قهر په طوفان کې
بره مه ګوره حسینه، نن ستا خدای دی ستا جانان
نه مددکړي، نه پره کړي، ستا دی وخت د امتحان
ستا اختیار او تقدیر یو شو په دې ورځ په دې مکان
ستا دمېني مستي ګوري، زور دې ګوري د ایمان
اې د سرو ګلابو څانګې، نن ماښام دی دا خزان
داکافري شګې تږي، ستا د وینو په ارمان
ګوره، ګوره اې حسینه، ګوره دغه دی عیسی
دغه مست ملنګ منصور، او ابراهیم د رب اشنا
مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت