ستا به په یاد وي؟!
ستا به په ياد وي او که نه؟
ما او تا هم يو وخت د خيالونو يوه نړۍ درلوده
کله چې به تا د غوټيو خوله پرانېسته
او ما ته به دې د يوې لرې او ښکلې
او د ځنګله دغره په سر داوسېدو خبره کړه
خو کله چې به ما
ستا د هوساينې خبره کړله...
ته به په خبره کې راولوېدې
او ويل به دې چې
زه او ته يو وجود يو
هر کله چې يو وجود خوندي شي
بيا به کومه ستونزه نه وي
په ياد دې دي؟
چې زه به دې له ډېره نازه په څه نوم يادولم؟
او ما ته به دې د سلام او خدای په اماني پر ځای
څه ويل؟
ته به په خبرو کې لکه اباسيند لا توپاني شوې
او زما خبرو ته به دې وار هم نه ورکاوه
خو نن هغه اباسين وچ ده
نن ماته نه څوک سلام او نه هم راڅخه خدای په اماني اخلي
پرون به تا ماته کتل
خو نن خلک له ما مخ اړوي
هو
پرون به ما يوازې تاته کتل
خو نن ټولو خلکو ته ګورم
پرون به يوازې تا زما دحال پوښتنه کوله
خو نن هر څوک زما د حال پوښتنه د يوه ليوني کس په شان کوي
وګوره؟؟؟
څومره توپير راغلی
تا به ويل چې دا ځمکه او اسمان ثابت دي
خو نن ګوره
څومره توپير يې کړی چې
ځمکه اسمان ته ختلې او اسمان ځمکې ته راکوز شوی
پرون به تا ماته خندل او تيرېدې به
خونن خلک زما په ليدلو سره زما حال ته ژاړي
نو اې ګرانې!
چيرې ده هغه وفا؟
هغه خندا
چې زه به يې مست کړم
او د يوه ليوني باز په شان به مې بې پروا
پروازونه کول
نن چيري ده هغه احساس
چې زه به پرې ډاډه وم
ما او تا به
ما او تا به نورو کسانو ته د نيست په سترګه کتل
خو نن بې له تا
خو نن بې له تا ټول هست شوي
نو ځکه ژوند را ته پردی ښکاري
څه شوه زما او ستا هغه د ناز او ادا دنيا؟
ګرانې په ياد دې دي؟
ما او تا په دې نړۍ کې د مېنې يو انقلاب راوستی و
چې نه د ادم خان او درخانۍ هغه زده وه
نه د ليلا او مجنون
او نه هم د شيرين او فرهاد
زما او ستا اصول ټول په ريښتينې مېنې ولاړ وو
خو بس
افسوس
او سل افسوسه!!!
لکه څنګه چې ادم او حوا
له جنت نه ځمکې ته راوشړل شول
زه او ته هم د خپلې خيالي نړۍ له ريښتينو ماڼيو نه
دې وېرانيو ته را وکوچېدولو
بس د خپلې مغرورۍ له کبله دواړه
په يوه ټيله
تر پاڼ ولويدولو
او د ظالم بېلتانه دېوال مو تر منځ ودريد!!!
مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت