که زه پاک او بې ګناه یم دا په خپله لو ګناه ده

و دې نه لید هغه یوسف چې زندان يي اخیر ځای شو

پرون شپه

پرون شپه مې یوه پرښته درولیږله تر څو تا وویني، خو ته ویده وي او هغه پرښته بیرته ژر راغله!

پوښتنه مې ترې وکړه چې ولې داسې ژر راغلي؟

ویل يي چې هېڅ پرښته نه غواړي بله پرښته وویني!

باران

بارانه واوره لږ مې لوند کړه

لوند هم نه لږ مې پاک کړه

پاک له ګناهونو

اور

اور به بلیږي په زړګې کې زما

تل به سوځیږي ارمانونه زما

ورځه- ورځه نور مه راګوره شاته

ړنده او کڼه به شي په حال ته زما

راشه

راشه د غمونو په باران کې ته چترۍ مې شه

مینه شه وفا شه د خواږه ژوند یوه موسکۍ مې شه

اوږدې شپې د فراق دي لیونیه هوا هم سړه

خیر ده نن راشه د سړي بړستن ګرمۍ مې شه

د ژوند د ستونزو پر وړاندې د فکر کولو ډول

ښوونکی د اوبو له یوه ډک ګېلاس سره ټولګۍ ته راننوت او له زده کوونکو سره یي تر روغبړ وروسته دا ګېلاس پورته ونیوه او پوښتنه يي وکړه:  ستاسو په اند د دې ګېلاس وزن به څومره وي؟

زده کوونکو ګډ وډ ځوابونه ورکړل چا ۵۰ ګرامه ویل چا ۱۰۰ او چا هم ۱۵۰ ګرامه...

ښوونکي وویل: زه هم له وزن کولو پرته نشم ویلی چې د دې ګېلاس وزن به څومره وي، خو زما پوښتنه دا ده چې، که چیرته زه دا ګېلاس څو نورې دقیقې هم همداسې ونیسم نو څه به پیښ شي؟

زده کوونکو وویل: هېڅ څه به هم ونشي

ښوونکي وویل: ښه که چیرته زه دا د یوې ګنټې لپاره داسې ونیسم بیا؟

یوه زده کوونکي وویل: لاس به دې کم کم دړد پیدا کړي

ښوونکي وویل: آفرین ته سم وايي، خو که چیرته زه دا ګېلاس ټوله ورځ همداسې ونیسم نو بیا؟

بل زده کوونکي ورته وویل: لاس به دې بې حسه شي. ځکه چې د لاس عضلې دې تر سخت فشار لاندې راځي او هان کېدای شي لاس دې فلج شي او بیا به نو له خیره سره روغتون ته ځي... په دې سره ټولو زده کوونکو وخندل.

ښوونکي وویل: رښتیا وايي همداسې به کېږي. خو ایا په دې موده کې د ګېلاس وزن تغییر کړی؟

زده کوونکو وویل: یه

ښوونکي وویل: نو څه شی زما د لاس د عضلو د دړد یا ځور سبب کېږي؟ او زه باید څه وکړم؟

زده کوونکي ټول حیرانه شول یوه يي داسې وویل: ګېلاس په ځمکه کېږده.

ښوونکي وویل: شاباس! زه باید ګېلاس په ځمکه کېږدم او په رښتیا هم چې د ژوند ستونزې همداسې دي. که چیرته هغوئ د څو دقیقو لپاره په خپلو ذهنونو کې پریږدو پروا نه کوي. خو که د زیاد وخت لپاره هغه په خپل ذهن کې وساتو او چورت ورته ووهو نو ذهن به مو په دړد اخته شي. او که همداسې یي د تل لپاره په خپل ذهن کې پریږدو نو لري نه ده چې ذهن مو فلج شي او بیا به هېڅ کار هم نشی کولای. د ژوند ستونزو ته فکر کول  ښه کار ده خو تر ټولو ښه کار بیا دا ده چې د هرې ورځې په پای کې یا تر وېده کېدو مخکې خپلې ټولې ستونزې او فکرونه له ځانه لري کړو. په دې ترتیب سره به نور تر فشار لاندې نه راځو او بیا به د هرې ورځې په سهار ښه مست له خوبه راپاڅو او د دې وړتیا به لرو تر څو د هغې ورځې په هره ستونزه او چلینج باندې بریالي او حاکم واوسو. نو تاسې درانه لوستونکي هم همدا اوس خپلې ستونزې پر ځمکه کېږدئ او ژوند وکړئ.

همدا ژوند ده...

اختر مو بختور شه

لوی اختر مو مبارک شه

اختر دې هغو مبارک شه

چې د خپل یار نرۍ سرې شونډې تل زبېښینه

اختر کې تل وو دیدنونه

په دې اخـــتر کې بېلــتانه ســــم نیمی کړمه

د ژوند رازونه

که دې کومه ورځ دښمن پیدا کړ، نو پوه شه چې هدف ته په رسیدو کې بریالی یي!

که کومه ورځ وګواښل شوي، نو پوه شه چې هغه ستا پر وړاندې ضعیف ده!

که دې کومه ورځ خیانت ولید، نو پوه شه چې بیه دې لوړه شوې!

که يي کومه ورځ یوازې پرېښوولې، نو پوه شه چې له تا سره د اوسیدو لیاقت يي نه درلود!

د ژوند حقیقتونه

۱- هغه څوک چې تر ټولو ډېر پوهیږي، معمولاً هغه کس وي چې کمې خبرې کوي.

۲- هغه کسان چې وايي: ( زه نه باید دغه راز لوڅ کړم خو یوازې تاته وایم) نو پوه شه چې دا کس به هم دغه راز نورو کسانو ته داسې وايي لکه تا چې ده ته ووایه.

۳- هېڅ یوه موخه (هدف) پرته له دې چې د هغه مسیر یا لاره ونه وهو ، تر لاسه کولای نشو.

۴- دا زړورتوب نه ده چې د زمري مخ ته ودریږو، بلکې زړورتوب دا ده چې څنګه کولای شي د هغه له شر څخه ځان وساتو.

۵- هېڅوک به موږ خوشاله نه کړي، پرته له دې چې موږ په خپله خپل ځان خوشاله کړو.

۶- غټه غلطي به دا وي چې موږ له خپلو تجربو څخه ګټه وا نخلو.

۷- خیالونه او فرضیات د حقیقت په لټه کې زموږ له ټنبلیو څخه سرچینه اخلی.

ښه ملګری

په رښتیا هم چې زموږ شاوخوا پرښتې شته، خو کله کله چې کوڅرې ونه لري نو بیا موږ ورته ملګري وایو!!!

څنګه خپل ژوند ۱۰۰٪ کړو؟

یو وړوکی حقیقت د هغه خلکو لپاره چې غواړي خپل ژوند ۱۰۰ ٪ بشپړ کړي!!!

که چیرته

A B C D E F G H I J K L M N O P Q R S T U V W X Y Z
له لاندې شمېرو سره برابر وبولو

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26

سخت تلاش = Hard work

H+A+R+D+W+O+ R+K

8+1+18+4+23+ 15+18+11= 98%

پوهه = Knowledge

K+N+O+W+L+E+ D+G+E
11+14+15+23+ 12+5+4+7+ 5=96%

مینه = Love

L+O+V+E
12+15+22+5=54%

موږ نږدې ټولو داسې فکر کاوه چې دا پورتني لغتونه به ۱۰۰٪ ژوند جوړوي، خو نه!!!

نو څه شی ده چې ژوند  ۱۰۰٪ جوړوي؟؟؟

پیسې =  Money

M+O+N+E+Y
13+15+14+5+25= 72%

رهبري =  Leadership
L+E+A+D+E+R+ S+H+I+P
12+5+1+4+5+18+ 19+9+16=89%

وینو چې هېڅ یو پورتنی لغت نشي کولی چې زموږ ژوند ۱۰۰٪ کړي، نو باید څه وکړو او پر کوم لغت باندې ډېر ټینګار وکړ تر څو مو ژوند ۱۰۰٪ شي؟

نګرش یا چلند (کړه وړه) =  Attitude

1+20+20+9+20+ 21+4+5=100%

که چیرته موږ په خپل ژوند ، کار او له ملګرو  سره خپل چلند، نګرش او کړه وړه ښه او هره ورځ بدلون ورته ورکړو، نو هلته به ببیا زموږ ژوند هم ۱۰۰٪ شي.

چلند او نګرش هر شي ته بدلون ورکوي،

خپل چلند او نګرش دې بدل کړه، نو هر څه به بدل او ښه شي...