کله چې له موټر څخه کښته شوم، نو همدغې ناروغې ښځې ته ودریدم تر څو هغه هم راکښته شي.

وروسته مې ځان ور وپېژاند چې ډاکټره یم او کولای شم تا تر روغتون پورې ورسوم. همدې

 ښځې تر چادرې لاندې له امیده ډکو سترګو سره زما خواته را وکتل او ویې ویل: (فکر کړم چې

 دعا مې قبوله سوه او خدای پاک له اسمانه فرشته راته راکته کړه. خیر یوسی خوري درځه سې

ځو؟)

له غږ څخه یې پوه شوم چې یوه زړه ښځه ده؛ ځکه چې په دې لنډ واټن کې هغې ژوره ساه ایستله.

زړه مې پرې وسوه او په دې پوه شوم چې یوه ستونزمنه ناروغۍ یې ځوروي. په خورا مهربانې

سره مې ورته وویل:

(مورجانې څه تکلیف لري؟ کوم ډاکټر ته ځي؟)

 

هغې د څو شیبو لپاره څه ونه ویل خو وروسته یې یوه یوه ژوره اه ویستله او ویې ویل:

 ( ځیګر مې سوزیدلی، زړه مې دړې وړې ده، ماغزه، زړه او اعصاب مې له لاسه

 ورکړي؛ زما د ناروغۍ درملنه نه شي کېدای! هېڅ یو ډاکټر نه پېزنم. یوازې خدای پاک لرم بل

هېڅ څوک نه.)

خو روغتون ته ورسیدو. خپله چادرې یې ویستله او په ګوښه ځای کې یې کېښوده. سملاسې مې

 سترګې د هغې په زړه وړونکې څېرې باندې ولګیدې، هېڅ باور مې نه کاوه چې دا دې هغه

 ښځه وي، کوم چې ماخبرې ورسره کولي. د هغې په لیدلو سره مې په زرګونو پوښتنو پر

 مغز بریدونه کول. هغه مې خپلې ځانګړې خونې ته راوسته او د معاینې په درشل کې مې ترې

وپوښتل چې واده دې کړی؟

راته یې وویل: (هو.)

ورته ومې ویل چې ماشوم لري؟

ځواب یې راکړ: (یوه لور مې درلوده، خو اوس نشته.)

وروسته په دې ورسیدم چې دا ښځه ژور دړدونه لري. د نوم پوښتنه مې ترې وکړه؟

ویې ویل: (معصومه!)

 

وروسته د کړکۍ خواته پر چوکۍ کښیناسته او ښه لري لري یې وکتل. یوه ژوره ساه یې ویستله

 او بیا یې خپل تریخ سرګذشت داسې بیان کړ: (یو وخت مې د خپلې کورنۍ له مینې نه ډک

کانون کې او د خپلې ګرانې مور په غیږ او د خپل پلار د مینې تر سیورې لاندې اوسیدم. له دې

 چې د خپل مور او پلار یوازینۍ لور وم او خدای پاک ښه ځوانې هم راباندې لورولې وه، نو د

خپل قوم او خپلوانو زامنو را سره د واده  اظهار کاوه؛ خو ما چې له بدنامي او بې پتې څخه سخت

بد راته او مینه مې هم یوه سردردی بلله، نو مې هېڅ یوه سره خپله خوښي نه ښودله. تر هغه

چې ما پسې راتلونکو خلکو زموږ کورته خپل تګ راتګ پیل کړ؛ خو پلار چې مې یو ډېر د

بېوزلۍ ژوند تیر کړی او تیراوه یې، نو به یې هر چاته به یې لوړ ولور یاداوه او هغه چا

چې به د ده غوښتنې نه شوای پر ځای کولای نو به یې د نه ځواب ورکاوه. تر هغه وخته چې

 یوه پردی سړی زموږ کور ته راغی، هغوۍ له دوهم ځل راتلو سره لوړ ولور او د واده لګښتونه

 پر غاړه واخیستل او په هغه شپه مې پلار هغوئ خپله خوښي وښوده.  وروسته په دې پوه شوم

 چې د خپل میړه کورنۍ مې په بهر کې کډوال دي او هغه کسان چې زما د کړو لپاره راتلل د

هغوئ نږدې خپلوان دي؛ خو مور او پلار مې نور دې موضوع څومره پاملرنه ونه کړه.

 

څه وخت تیر شو چې میړه مې د زیاتو پیسو په لګولو سره زه واده کړمه او د هماغه خپلوان

 کورته یې بوتلم. چې بیا به وروسته خپلې کورنۍ ته چې په پاکستان کې دي، بیایي. له بلې خوا

به مې ذهن ته ډېرې پوښتنې راتلي، چې ولې د خپل میړه له کورنۍ څخه کوم څوک په دغه

 واده کې نه و راغلي. خوکبیر د دغې پوښتنې ځواب راکړ چې دوه وروڼه یې په بهر کې دي

 او مور یې اوس فلج شوي او یوازینۍ خور یې د خپلې مور په خدمت کې هلته پاتې ده.

ژوند همداسې تیریده او د همدې وخت په ترڅ کې د خپل میړه د شخصیت په اړه په یو لړ خبرو

 باندې پوه شومه؛ پاکستان ته د هغه تګ راتګ پیل شو او هر ځل به د یوې دوو میاشتو په مخه

ته او ماته به یې هم په دې اړه  څه نه ویل. د همدغو ټولو په منلو سربېره، یوه ورځ په ځان پوه

 شوم، چې مور کېږم. کله چې مې موضوع خپلې مور ته وویله، هغه هم خوشاله شوه او ویې

 ویل: (شکر خدایه سې ته مور سوي اوس به له یوازیتوب څخه هم بچه سی.)

بالاخره د زیاتو دړدونو او ستونزو په ګاللو سره مور شوم. له (زیبا) سره مې ډېره مینه کوله.

 زما د ژوند هیلې او ارمانونه هغه وه؛ خو برعکس، زما میړه هغه بیخې له پامه غورځولې وه.

هله-هله زیبا دوه کلنه شوه چې موږ پاکستان ته ولاړو. دا چې ما پاکستان هېڅ نه و لیدلی، نو

 هرځای یې راته پردی ښکاریده. فکر مې کاوه چې اوس به د کبیر خور زموږ مخې ته راشي او

 زموږ په لیدلو به خوشاله شي؛ خو کله چې کورته ور ننوتو، هلته هېڅ بنې ادم هم نه و. کله چې

مې له میړه څخه په دې اړه وپوښتل، هغه په ځواب کې په قهر سره راته وویل: (دې تا یې پر دې

خبرو څه؟ هر چیرته سې مې بوولې، ځې به. بس ډېرې خبرې مبرې مه که!)

په لوړ اواز سره مې ورته وویل: ( ولې خبرې ونه کم، مقصد دې څه شی ده؟ مور او خور دې

چیرې دي؟ ستا رښتیا او درواغ خبره خو لا تر اوسه معلومه نه ده.)

 

کبیر یوه کلکه چاپیړه په مخ راکړه او چې نورغالمغال مې وکړ نو یې بیا ووهلمه. وروسته

یې دروازه وتړله او په خپله ووت. هغه شپه مې ټوله په چیغو تیره کړه، کله چې سهار شو نو

کبیر راغی. ما هم جرائت ونه کړه چې له هغه څخه دا پوښتنه وکړم چې شپه دې چیرته تیره کړه

او ولې دې موږ یوازې پریښوده. یوه اوونۍ په دې ډول سره تیره شوه، خو یوه ورځ کبیر ډېر

 خوشاله ښکاریده راغی او راته یې وویل: (راځه چې مورته مې د بوزنم.) له ډېرې خوشالتیا

زر ولاړه شومه او لور مې تیاره کړه. کله چې په موټر کې سپاره شوه بیا موټر د یوه غټ

کور مخته ودرید، له موټره کوز او کور ته ننوتلو. هلته یوې مزې او بدرنګې ښځې په ډېرې

خوشالۍ سره موږ ته ښه راغلاست ووایه او زما لور یې په غیږ کې ور واخیستله. ما کبیر ته

کاته چې اوس به دا ښځه را وپېژني، خو هغه ماته هېڅ ونه کتل او ویې ویل: (دا معصومه ده،

زه زیاتې ولاړم.)

کله چې ما غوښتل یو څه ووایم، هغه و چې کبیر له خونې ووت. خو ما په ډېرې بېوزلۍ سره

 له هماغې ښځې وپوښتل: ( د کبیر مور دلته اوسي؟)

ښځې په لوړ اواز سره وخندل او ویې ویل: ( راځه ... راځه دا ستا خپل کور ده.)

ما په وارخطایي سره ورته وویل: (دا کوم ځای ده؟ دې کبیر مور او خور چیرې دي؟)

 

دغې ښځې یو ځل بیا په کست سره وخندل او زیاته یې کړه: (راځه راځه په دغو خبرو پسې مه

 ګرځه سې زړه به سي، چیغه او نارې هم مه وهه سی سترګې دې خرابې نسي.) په منډه یو څو

نورې ښځې راغلي او شاوخوا مې ودریدي. دا مزې او بدرنګه ښځه له دغې خونې ووته. ما له ه

غې ښځې چې څنګ ته مې ولاړه وه، وپوښتل: (خورکۍ دا کوم ځای ده؟ زه خود کبیر د مور او

 خور لیدو ته راغلي یم.)

دغې ښځې په نیولي غږ سره راته وویل: ( خورکۍ! کبیر څوک ده؟ د څه شي مور او خور؟ 

 دلته د بد اخلاقو او رنډیو ښځو کور ده. زه هم په دې بانه دلته راوستل شوم. زه یې هم داسې

غولولې وم. ته هم په دام کې نښتي یې او خرڅه شوي یې، پوهیږي؟ خرڅه سوي؟!!!)

 

په لوړ غږ مې چیغې کړې او ومې ویل: (یه! کبیر مانسې غولولای. هغه څه سو چیرته ولاړ؟)

ولاړه شوم ترڅو د باندې ووځم؛ خو هغه مزې ښځه راغله او په ډېره سپین سترګې یې وویل:

(ما یې تا په سر پیسې ورکړې دي، کله دې داسې پرېږدم او بیا یې خونې ته ورټېله کړم او ور

 یې راپسې وتړول.) دا بل سبا سهار وختی، دا بد ډوله مزې ښځه راغله او نوي کالي او د ارایش

 سامان یې راته راوړه او ویې ویل: ( له نن څخه وروسته ستا کار هم پیلیزي. ته باید په خپله

 پیسې وګټي.)

نو هغه ورځ ما د بدبختیو سند لاسلیک او له سره تر پښو په ګناهونو ککړه شوم. هغوئ زما

 لور زما د ضعیفتیا ټکی پیدا کړی و او زما په پت او شرف یې لوبې وکړي.  څو میاشتې

همداسې تیرې شوي او د لور مې بیا هېڅ څرک ونه لګېده. له هرچا څخه چې به مې پوښتنه

 کوله، ځواب به یې نه راکاوه.

 

نور زه یوه بې پته او بې شرفه ښځه ګرځېدلې ومه او د بې سرنوشتي په ډګر کې مې ژوند

 کاوه تر هغه وخته چې یوه ورځ ناروغه شومه. بد ډولې او مزې ښځې زه روغتون ته

 ور وستمه او په ډېره سپین سترګې یې ډاکټر ته وویل چې زما رحم  د جراحی له لیارې وباسي، نو

 ما هم چې خپل ژوند مې په پای ته رسیدو سره باله، کوم مخنیوی مې ونه کړ.  وروسته له یوې

میاشتې څخه روغه شوم او بیا زه وم او هغه ناوړه عمل. خو بالاخره کله چې ډېره په تنګه

 شوې ومه نو هېڅ ډوډوۍ مې ونه خوړه. زړه مې وغوښتل چې وژاړم نو مې یوه لړزوونکې

 زړا وکړه. داسې چیغې مې وهلې ترڅو خلکو ته وښایم چې زه لیونۍ یمه. له ډېرې زړا څخه

مې ستونی له کاره ولوید او غږېدای نشوای. دوه دری ورځې مې پر  له پسې ډوډوۍ ونه خوړه

 تر هغه چې بې حاله شومه، بیا هغه مزې او بد ډوله ښځه اړه شوه، چې ترڅو ما له دوو

 ساتونکو کسانو سره روغتون ته یوسي. په روغتون کې بستر شومه او تر درملنې لاندې ونیول

شومه. کله چې موظفې نرسې ولید چې زما لیدو ته هېڅ څوک نه راځي، نو یې رانه د علت پوښتنه

 وکړه، نو ما هم ورته هرڅه وویل؛ کله چې هغې زما د ژوند کیسه واوریده نو په زړایې پیل

 وکړ او ویې ویل: (خورکۍ ته ارامه سه، زه به هغه پرې نږدم چې تا له دې ځایه یوسي.)

هغې دا کېسه ډاکټر ته وکړه. دواړه سره یو ځای شول او زه یې د نرسې کره بوتلمه. د نرسې

 یو ورور جانان نومېده چې افغانستان ته به یې تګ راتګ کاوه. هغه له ما سره ژمنه وکړه چې

خپلې مور او پلار ته به یې رسوي. یوه اوونۍ د هغو په کور کې اوسیدم، خو وروسته دواړه

ګهیځ د وخته افغانستان ته روان شولو. نرسه چې یوه ډېره مهربانه ښځه وه تر وروستۍ شیبې

 پورې یې خپل ورور ته ویل چې ما به تر مور او پلاره پورې رسوي؛ خو کله چې کابل ته

راغلو، خپل مور او پلار مې هېڅ پیدا نه کړل. هغه زه د خپلې ترور کور ته بوتلم او هلته مې

 دوه اوونۍ د خپل موراو پلار په لټه کې تیر کړل، خو هره ورځ به د هغو له پیدا کېدو څخه

 ناهیلې کېدو. یوه ورځ چې هغه له کور څخه ووت نو د هغه ترور او د ترور مېړه یې جنجال

 جوړ کړ او ویل یې چې دا مرداړه  او بې مور او بې پلاره ښځه دې زموږ له کور څخه

ووځي. ګاونډیان هره ورځ په موږ پورې خبرې کوي. خدای خبر چې خوریۍ دې له دې

 ښځې سره څه اړیکه لري، هغه یې له موږ څخه پټوي. زه همدا اوس دا ښځه له کورڅخه باسمه.

 

هغې ښځې هڅه کوله ترڅو هغه له دې کار څخه راوګرځوي، خو میړه یې هغه هسې وهله. ما

 چې هر څه اوریدل نو د باندې ووتم او و مې ویل: ( زه په خپله ځم. تاسې رښتیا وایاست زه ددې

 کور وړه نه یمه او په چیغو سره له دې کوره ووتمه. سرګردانه یوې خوا بلې خوا ته ولاړمه بیا

مې تصمیم ونیو چې ځان یوې ښځینه روغتون ته ورسوم او دلته مې له تاسره وکتل او اوس مې

یوازینۍ او وروستۍ هیله د خپل مور او پلار لیدل دي، بله هېڅ هیله نه لرمه. )

 

هغه چوپه شوله او ماته یې په سترګو کې کتل او ویې ویل: (اوس که ته مرسته راسره کوي ښه

 به وي، که نه زه بیا په خپل نا معلومه سرنوشت پسې ځم... او په چیغو شوه.)

 

ما هغه ارامه کړه او په مازدیګر مې خپل کورته بوتله او څو میاشتې کېږي چې معصومه زموږ

 کور کې اوسي. مور مې په ډېره زړه سواندې سره له هغې سره چلند کوي او ما هم ورسره

ژمنه کړې، چې دهغې وروستۍ هیله به ورپه ځای کوم.