ورکوي. د دریم نظر کسان بیا وايي چې دوئ به هېڅکله هم خپله لور د پیسو په مقابل کې خرڅه نه کړي، که څه هم هغوئ یوه اندازه پیسې د ولور په نوم اخلي، خو د واده تر ورځې پورې هغه اندازه پیسې بیرته  خپل زوم ته ورپریږدي، هغوئ هم د دې کار علت د دود مراعاتول ښیي. البته د دې نظر کسان هغه خلک دي چې هم له اسلام نه ریښتینی انځور لري اوهم یې اقتصاد ښه وي.

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی، حاجي دلبر بیاوايي چې، پلرونه باید پر خپلولورانو او زومانو باندې چې دواړه ورته داولاد حیثیت لري، رحم وکړي. پلرونه نه باید له خپل زوم نه غټ ولور وغواړي، ځکه چې اول خو دا کار داسلام له نظره ناروا کار  دی، له بلې خوا، کومې پیسې چې پلرونه یې له خپل زوم نه دولور په  نوم  اخلي، په حقیقت کې هغه له خپلې لور نه د سوکاله او هوسا ژوند ټول مادي امکانات اخلي. چې په دې سره یې د لور د میړه ژوند خراب، ستړی او سرګردانه کوي او په خپله بیا پر هغو پیسو باندې چړچي وهي. په اصل کې له خپل زوم نه د ولور پیسې اخیستل، له خپلې لور نه د هغې د خولې د ګولې اخیستل دي.

په هر صورت، لور هم  د خدای پاک نعمت ده، همدا لورانې دي چې د سبا ورځې غازې ادې ګرځي. موږ ته په کار ده چې باید دا شان دودونه نور سوکه سوکه له منځه یوسو. اوهغوئ ته خپل ټول شرعي او اسلامي حقونه ورکړو. میندي او پلرونه باید د خپل زوم  په پیسو او ځواني پسې ونه ګرځي، بلکې داسې کس دې ولټوي، چې له هغه سره د دوئ د لور ژوند هوسا او سوکاله شي.  د رسول الله (ص) په وخت او بیا د هغه مبارک صحابه کرامو به هم خپلې لورانې د ښو اخلاقو درلودونکي ځوان ته ورکولې، که څه هم هغه به تر ټولو ډېر غریب او نیسمن و.                                                                                                                                              

 

له بلې خوا په هېواد کې روانه بې امنې او د کار او روزګار نشتوالی، د هغو ځوانانو لپاره چې نوې غواړي واده وکړي او یا یې هم کوزدې شوي خو ودونه یې نه دي کړي، سترې ستونزې راولاړي کړي. لومړی خو د پکتیکا زیاتره ځوانان نالوستي دي او لوړې زده کړې نه لري، چې وکولای شي، په خپل هېواد کې کار وکړي او کافي پیسې وګټي، له بلې خوا هغوئ چې به پخوا ایران، پاکستان او عربي هېوادونو ته تلل ،  خو اوس په ایران کې پر هغوئ سخت بندیز لګیدلی او په سخته سره ایران ته قاچاق کېږي او هلته هم  له نیولو وروسته بیرته یوازې او تش لاس افغانستان ته را اړول کېږي.  په پاکستان کې هم اوس د سوداګریزو چارو او د لاسي کارونو خوند نشته په عربي هېوادونو کې به په پخوا کلونو کې په ودانیزو پروژو کې افغانانو ته ښه کارونه پیدا کېدل، خو په دې تیرو ۵- ۱۰ کلونو کې ټول کارونه ماشینري شوي او هان اوس دبېل او کلنګ کار هم هغوئ ته نه پیدا کېږي. په دغو ځوانانو کې یوازې چالاک او هوښیار کسان یې دومره کولای شي چې د خپلې کورنۍ لګښت وګټي.

خو په هر حال، په اوسنۍ زمانه کې د ولور پوره کول د  ځوانانو لپاره سخت کار ده. د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ د سېګانې د کلي اوسیدونکی، محمد کبیر وايي چې د ولور نرخونو د پخوا په پرتله  اوس ډېر رالویدلي دي، د هغه په وینا پخوا به ولور له څلورو لکه شروع تر اتو- نهو لکو کلدارو پورې وو، خو اوس دا نرخ رالویدلی او یو نیم لک نه تر څلورو لکو پورې رسیږي.  نوموړی د ولور د نرخ رالویدل، بېکاري او په بهرنیو هېوادونو کې د کار نشتوالی بولي.

له بلې خوا، د یوسف خیلو ولسوالۍ یو تن ۲۶ کلن ځوان چې د نوم له ښوولو نه ډډه کوي، وايي چې څلور کاله مخکې دوبۍ ته ولاړم او هلته مې ښې پیسې ګټلي، پلار مې هم ژر په ۵ لکه کلدارې کوزده راته وکړه، خو هلته په دوبۍ کې مې له خپل کفیل سره يوه ستونزه راولاړه شوه او هغه هم زما ویزه را کنسل کړه او زه یې افغانستان ته را واړوم او دا دری کاله کېږي چې بېکاره ګرځم کله کله دومره کار راته پیدا شي، چې په هغه باندې خپله کورنۍ وچلوم اوخپله ناوې ښځه مې لا تر اوسه دپلار کره ناسته ده، چې نه مې خوسر له دې پیسو څخه راتیریږي او نه هم زما دومره په وس کې دي، چې دا ټولې پیسې او د واده لګښتونه پوره کړم.  نوموړی له خپل پلار او له حکومتي چارواکو ګیله کوي او وايي چې که چیرې ما ښوونځی لوستی وای او لوړې زده کړې مې کړي وای، اوس به مې په دې ډول ړوند ژوند نه کاوه او خپله ناوې ښځه به مې د پلار په کور کې نه سپین ساري کېده. 

که څه هم پکتیکا د جرګو او مرکو په سیمې سره مشهوره ده، او قومونه د هرې نوې او ستونزمنې مسئلې لپاره د جرګو او غونډو په مټ حل لاره ورته پیدا کوي، خو تر اوسه پورې هېڅ کس او هان هېڅ ارګان یا قومي ډلې دې ټکي ته خاصه پاملرنه نه ده کړي، چې باید کړى يي واى، ځکه چې د ولور اخیستل هم په اسلام کې ناروا ده او هم  يي د انسانانو په ټولنیز ژوند کې بې شمېره ستونزې راولاړي کړي دي.

حل لاره:

د دې لپاره چې دا منفي او کرغیړن دود له خپل کلي او ولس نه لري کړو، د پکتیکا ټول قومي مشران په تیره بیا علما‌ی کرام او دولتي چارواکي باید سره راټول او په ګډه سره دې د دې دود د له منځه وړلو او ورکولو لپاره داسې معیارونه او قوانین وټاکي، چې د هغوئ په تکرار سره به مرتکب کسان په هماغه اندازه پیسې دولت ته د جریمې په تور سپاري او یوه څه موده به د دولت په زندان کې تیروي. بیا هم دلته باید علمای کرام په جوماتونو او مدرسو کې د دې دود د غیر شرعي او غیر مجاز بللو لپاره په تبلیغ  کولو سره خپله ایماني او وجداني وظیفه تر سره کړي.  ښوونکي دې په ښوونځیو کې د دې دود د غندلو او غیرشرعي بللو په اړه زده کوونکو ته معلومات ورکړي او همدا شان دې د رسنیو له لارې ګردي میزونه جوړ کړای شي او د حج او اوقافو ریاست دې د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست سره په ګډه داسې رادیويي نمایشنامې او ډرامې جوړي کړي چې په هغه کې دې د ولور د ناوړو اغیزو او  په اسلام کې دولور د غیر شرعي اوغیر مجاز اوسیدو په اړه معلومات وړاندې کړل شي، تر څو خلک د ولور د اخیستو پر سر د اسلام له ریښتیني دریځ او کړنلارې نه خبر او نور خپلې بې وسې او مظلومې لورانې، د هغوئ له میړو څخه د وژونکي ولور په اخیستو سره ونه زوروي.