بریالی شخص
داسې کسان هم شته چې په دې پوهیږي چې دوی له ژوند څخه څه غواړي، خو هغه شي ته د
رسیدو په لاره کې هېڅ کار نه تر سره کوي. هغوۍ دې ته سترګې په لاره دي چې یوه ورځ به
هغه شی کوم چې دوی یې غواړي ورته ورسیږي. هغه ورځ نن ده. یوازې تصمیم ونیسئ.
خپل ریښتینی ځای پیداکړی. بریالیتوب ته در سیدو په لاره کې یوازینی خنډ، ډار ده.
د ډار د له منځه وړلو یوازینۍ لاره له هغه سره مخامخ کېدل دي. بریالیتوب ته د رسیدو
لپاره لاندې اصول مراعات کړی:
۱- په دې سم ځان پوه کړی چې څه شی غواړی.
۲- په کار باندې پیل وکړی.
۳- د کار پایله مو په پام کې لری.
ډېر خلک له ماتې خوړلو څخه د ډار په خاطر هېڅ کار نه تر سره کوي، چې په ریښتیني
توګه دا په ټول ژوند کې د ماتې خوړولو په معنی ده. خو بریالي کسان د هغو کارونو په
اړه کوم چې تر سره کوي یې انعطاف پذیره دي.
که چېرې بریالیتوب ته د رسیدو کومه لاره اغیزمنه نه وي، نو سمدلاسه بله لاره
غوره کړی.لومړی تصمیم ونیسی او وروسته په کار پیل وکړی او په وروستي پړاو
کې باید دا زده کړی چې هغه لاره کومه چې تاسو غوره کړې ده هدف ته رسیږي که نه.
انعطاف پذیري د بریالیو کسانو ځانګړتیا ده، له دې چې اړ یاست یو ځل بیا کار پیل
کړی مه ډاریږی، ځکه چې هر ه ماتې یوه تجربه ده.
خپلې تجربې ولیکی. د هغه څه لیکل کوم چې تاسې یې زده کوی ستاسې بریالیتوب
مقصدته د رسیدو په لاره کې تضمینوي.
بریالیتوب ته د رسیدو په لاره کې باید خپل داخلي ځواک ته لاس رسی پیداکړی او
دا زده کړی چې څنګه هغه ځواک وکاروو. په هر شي باندې چې تمرکز وکړي په پای
کې هغه شی تر لاسه کولای شي.هر هغه کار کوم چې غواړي تر سره یې کړي، دوه لارې
لري، یوه یې ښادي او بله یې غم ده. که د کار په سختي فکر وکړي، د هغه کار تر سره کول
به تاسې ته له غم اوغوصې سره مل وي او که په ښادي اوخوشالي باندې کوم چې د کار د
پای نه وروسته درته په برخه کېږي فکر وکړی، نو دهغه کار تر سره کول به در ته ډېر
خوندور او له خوشالیو ډک وي. له خپل داخلي ځواک څخه د ګټې اخیستنې په خاطر باید
له بریالیو کسانو څخه الهام واخلو، یوازې مثبت تفکر کافي نه دی، باید په خپل ځان کې
روحي او معنوي بدلونونه راولو. مثبت فکر کول ښکلی دی خو پر ستونزو د بریالي کېدو
لپاره کافي نه دی. له هر واړه کار سره، که څه هم هر څومره اوړ وي د خپل ژوند یوه برخه مو
شکل نیسي.
ستاسې سرنوشت په همدغو ساده کارونو پورې اړه لري. هدف ته د رسیدولپاره څلور
پړاوونه پراته دي:
۱- د حرکت کولو اړتیا
۲- عمل
۳-غبرګون
۴- پایله
هدف ته د رسیدو په لاره کې باید پورتنې عوامل لاس ته راوړی.
NLP یا عصبي-کلامي پلان جوړونه، د ژوند د کنټرولولو لپاره یو وړ چلند دی او له تاسې
سره مرسته کوي، ترڅو هغه بدلونونه چې په خپل ژوند کې ورته اړتیا لری، په لنډمهال کې
تر لاسه کړی.
په خپل ځان کې د بدلونونو د راوستو لپاره لاندې ګامونه واخلی:
۱- لومړی باید د بدلون په اړتیا باندې باور وکړی.
۲- دغه جمله په خپل ذهن کې تکرار کړی: تغییر نه کول له ماتې سره ورته ده.
۳- هغه تغییر په خپل ذهن کې شرطي کړی. یانې:
الف: په دې باور ولری چې باید تغییر وکړی.
ب: په خپل ذهن کې د پام وړ تغییر له ښادي سره وتړی.
ج: خپله ځان له نویو شرایطو سره شرطي کړی.
همدا اوس د بریالیتوب رازونه ستاسې په واک کې دي. په ښه توګه له هغوۍ څخه ګټه
واخلی، تر څو د خپلو افکارو او چلند کې بریالی شی.
مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت