د ناسپړلو غوټیوپه شاعر سلیمان لایق ۷۵ پسرلي تېر شول

څو غوټۍ ورته خندلې بهار تېر شو
لامسکا یې کړې نه وه چې وار تېر شو
ما وې زه به دې نامرد ژوند ته ورتوکم
ما لا نه و ورتو کړي چې کار تېر شو

نن د هغه دردمن او له شور او زوږ ډک شاعر یاد کوو چې د کلام هره کرښه او هر بیت یې د اوسنی پښتو ادب د ښکلا ، ځلا او پیاوړتیا نښې او د کانو کرښې دي .په پښتو شعر کې د استاد لایق یاد کوو .سلیمان لایق دغه د بربنډو ، خوارو ، وږو ،رنځورو ،مظلومو او په وطن مینو افغانانو شاعر ،چې ایډیولوجیکو بوړبوړکیو د هر چا له نظره لرې وساتو خو کلام یې ،نثر او نظم یې د هغه د ټولو انساندوستانه هیلو او ګروهو څرګندوی دی .دی پخپله وایی :
ای د ایشیا تاجه د لرغونو عظمتو کوره !
ګران افغانستانه د زړه سره د پښتو کوره
مینه دې خوځیږي زما په شعر کې څپې څپې
ای د لوړو غرونو او سیندونو او درو کوره
ستا په طبیعت کې طبیعت هم رزمي شوی دی
ښاد دې یې آباد دې یې ، آزاد دې یې ، ودان دې یې !
کور د امنیت دې کعبه د هر افغان دې یې !
سلیمان لایق چې اصلی نوم یې غلام مجدد دی په ۱۳۰۹ لمریز کال کال د تلې د میاشتې په ۲۲ نېته د کټواز په ښرنه نومي سیمه کې د خلیفه عبدالغني په کور کې وزېږېد .له هماغه ماشومتوبه د کور کلي د پاملرنې وړ انسان و ، ډېر ښه او غوره استعداد یې درلود ،لا د لومړني ښوونځي په دریم ټولګي و چې لومړنی شعر یې ووایه .ورپسې د پښتو تدبیاتو او تریخ سره د ځانګړې منینې له امله په همدغو برخو کې د یو لوستی په توګه ټولنه کې راڅرګند شو .شعر یې یوه عجیبه ښکلا او زړه راښکونکې بڼه لري ،د لایق په شعر کې عاشقان خپله ورکه مینه مومي او د شومه دم د انګازو سره په همغاړيتوب کې د وصال ترانې غږوي .لایق په اصل کې د مینو زړونو شاعر دی ، هغو زړونو چې پخپلې مینې پسې په وچو دښتو او کمرو کې لالهانده وي او یا لکه هغه ساحل چې څپو ته یې غېږه پرانیستې وي،دی پخپله وایي :

(( کاشکې زه عاشق وای د یار وره ته مې ژړلای
ما ورته ژړلای رقیبانو راشړلای
ما ورته له سترګو مرغلرې بهولای
دې راته خندلای په خندا یې ځورولای ....))
.د هغه کلام د سباون پیغام دی ،د روڼ او نېکمرغه ژوند سباوون پیغام .د ( افغان ) د هوساینې ،سرلوړۍ ،بسیاینې او زرغونتیا پیغام
(( تېر به شي کلونه مګر نه به شي
زما دغه رنګینې ترانې هېرې
محوه به شي ګور زما
کلی زما کور زما
مړ به نه شي اور زما
تل به زه غږېږمه شعرونو کې له کام سره

دا د بېدردۍ او ناپوهۍ څپې
زما هنر او مینه غرقوی نشي
تل به افغان بچی
پورته د بامیان بچی
ښکته د سیستان بچی
لولي زما سندرې له آغاز او له انجام سره

زما ولس به یوسي هېوادونو ته
زما د ترانو نوی رنګین ګلان
تل به د پښتو ژبه
دا دلویو غرو ژبه
دغه د درنو ژبه
ساتي زما شعر له فکرونو او مرام سره

ای زما د ځوانۍ تودو تودو هیلو
ننوزئ د شعر ابدی کور ته
یوسئ ولولې زما
پټې زلزلې زما
اوښکې قافلې زما
وروستو زمانو ته د دې عصر له پیغام سره ))

د اوښتون د پړاو د دغه غوره شاعر ۷۵ کلني چې په لندن کې به د ځانګړو مراسمو سره ولمانځل شي ډېره مبارک وي ،عمر یې زیات او قلم یې برند

يوسف هيواددوست