لوی افغان

دا پښتانه که لر وبر پراته دي - ټول د ميرويس نيکه په ځيګر پراته دي

 

که غلجي که دراني او که خټک ياديږي- په خپله خاوره کې اغيارو ته ببر پراته دي

 

غيرت او مېړانه يې پلرنی مېراث دی- د اغيارو جنګ ته په ډګر پراته دي

 

پښتانه واړه زمريان دي دلته- بصيره جنګيالي مو په سنګر پراته دي

 

 

مسته خندا

په تمه ناست يمه د ښکلې ليلا- کله به راشي لکه لمر د سبا

 

لکه ډېوه اوس ويلې کېږمه زه- که مې دلبره راشي يو ځلې پرخوا

 

د زړه له درده که دې کړمه خبر- تش په کتو به رانه وخيژي ساه

 

دځيګر وينې خو مې ځکه څاڅي- چې راپه ياد شي هغه مسته خندا

 

 

د زړه دباغ هوا

سپوږميه وايه چې ليلا چېرې ده- زما د زړه د باغ هوا چېرې ده

 

دواړه ليمه مې ډک له اوښکو نه شوو- هغه سرې شونډې په خندا چېرې ده

 

زړه مې خوشاله چې به راشي بېرته- په خيال ښايسته هغه دنيا چېرې ده

 

په انتظار مې سترګې سپينې شولې- دخوار مئين هغه صحرا چېرې ده

 

 

پښتون

 

د پښتون د پښتنولي پښتو به وي دلې همېش

 

دافغان د پګړۍ سيوری به وي دلې همېش

 

پښتنې مورې روزلي اتلان د تاريخ دلته

 

ځکه به خښې ککرئ وي د پردو دلې همېش

 

پښتو به وي قانون په پاکه خاوره د افغان

 

د پښتون سر به قربان په دغه خاوره وي همېش

 

"بصير" خير که يو پاتې د زمانې له دې کاروانه

 

خو پښتون له زمانې سره پښتو کوي همېش