د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال وروستۍ ورځي دي. نهه ورځې وروسته به نوی کال راشی، طبیعت به تک شین وګرځي، مرغانې به له خپلو ځالو څخه را والوځي او په هوا کې به ښې پورته ولاړي شي په شنو سیمو او ونو به راښکته شي چوغ او چغار به جوړ کړي. د طبعیت هر شین بوټی او ونه به خپل خړ ماسک لري او خپل طبعیي شین مخ به را څرګند کړي. هوا به هم تازه وي او هر انسان به پکې د خوشالۍ او ارامتیا احساس کوي. حتی زرګونو کلوو وړاندې د افغانستان په دې جنتي خاورې د بلخ په سیمو کې به زردتشتیانو نوی کال په لوړو مراسمو سره لمانځه. هغوﺉ ته نوی کال یو اختر غوندي وو، چې تر ننه پورې په افغانستان کې هر سړی نوي کال ته خوشاله او په ښه مرغ يي نیسي. راځم اصلي مطلب ته هغه دا چې ۱۴ پیړۍ وړاندې کله چې د اسلام مبارک دین افغانستان ته راغی، نو عربانو د افغانانو پر دې کار باندې بندیز ولګاوه او هغه یي بدعت وباله. دوﺉ ولي د نوي کال لمانځنه بدعت وبلله؟ د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره یو شمېر جغرافیايي او اقلیمي دلایل دي چې دلته به يي په ګډه سره ولولو:

۱) له جغرافیايي او اقلیمي لحاظه د افغانستان یعنې پخوانۍ اریانا سیمه د عربستان له ټاپوزمې سره توپیر لري. عربان په وچو دښتو او ګرمیو کې اوسیدل او اوسي او هغوﺉ ته نوی کال، پسرلی، دوبی، منی او ژمی دومره توپیر نه لري پر هغوﺉ باندې تل نسبتاْ یو شان ګرمي وي، خو په افغانستان کې بیا دا حالت توپیر لري، دلته پسرلی، دوبی، منی او ژمی هر یو ځانته ّځانګړتیاووې لري. د ژمي د دریو یا څلورو میاشتو له سختو واورو او سړو نه وروسته په دې سیمه کې نوی کال راځي، نوی کال له ځان سره نوي زیري راوړي، طبعیت ټول تک شین ګرځي. بزګران په خپلو باغونو او پټیو کې کار کوي هوا نسبتاْ ښه وي نه سړه وي نه ګرمي، نو په همدې خاطر به هم  پخوانیو افغانانو نوی کال لمانځه او هغه به يي په ښه مرغ نیوه.

۲) له بده مرغه، د ځینو نالوستو ملایانو د زهرجنو تبلیغاتو له کبله د نوي کال لمانځل په زیاترو پښتون میشتو سیمو کې اوس مهال یو مخ له یاده ایستل شوي او هان ځیني خو نوی کال له سره نه پیژني. 


په هر صورت، راځﺉ نوی کال په نویو هیلو او په نویو فکرونو او نویو نظریو سره ولمانځو، راځﺉ تیر په هیر او خپلو ملګرو او سیالانو ته د ورورولﺉ لاسونه سره ورکړو، راځﺉ لکه څرنګه چې په نوي کال کې د طبیعت هره برخه نوي کېږي همداسې موږ او تاسې هم خپل هرفکر او کړنلاره نوي کړو. ژوند ته په یوه نوي انداز سره وګورو او بې جایه خبري او منفي فکرونه له خپلو مغزو وباسو او پر ځای یي د هیلو او بریالیتوب نوي پړاوونو پکي پیل کړو.

توکلت علی الله