انسانان ستاسې خبرې او عملونه هیروي، خو هېڅکله به ستاسې....
د دې مطلب لوستل ښايي ستاسې دوه دقیقې وخت ونیسي، خو کولای شي ستاسې اند ستاسې د چاپیریال په اړه یو مخ بدل کړي.
د یوه روغتون په یوه کوټه کې دوه کسان بستر ول هغه ناروغ چې د کړکۍ خواته په کټ کې پروت و، هغه مجبور و تر څو په خپلو سږو کې د اوبو د شتون له کبله هره ورځ د یوه ساعت لپاره په خپل کټ کې کښیني تر څو یي په وجود کې شته اوبه د باندې راووځي. او دویم ناروغ یوازې ستوني ستغ پروت و او اجازه یي نه لرله چې کښیني او یا هم ودریږي. دغو دواړو ناروغانو به هره ورځ له یوه بل سره اوږدې کېسې کولي. کله چې به لومړی ناروغ په خپل کټ کې کښېناست نو خپل مخ به يي کړکۍ خواته ور ګرځاوه او هر هغه څه چې به یي لیدل دا بل ناروغ ته به یي ویل په دې وخت کې به پروت ناروغ خپلې سترګې پټولي او د باندې ټول حالات به يي له ځان سره مجسم کول او په دې سره به يي خپل طبیعت تازه کېده، ځکه چې هغه یوازې په خپله کوټه کې پروت و او ډېر به ستړی و نو په دې کار سره به يي ساعت هم تیریده او ستړیا به یي هم له منځه تله.
لومړي ناروغ به پروت ناروغ ته ویل چې د کړکۍ مخ ته یو ښایسته پارک ده، ښې شنې ونې پکې ولاړي دي ښه شین چمن ده او دې پارک په منځ کې د اوبو حوض هم شته او هیلۍ پکې ګرځي را ګرځي او ماشومان یي شاوخوا ګرځي او کاغذي کښتۍ پکښې یوې بلې خوا ته پریږدي. بله ورځ یي خپل پروت ملګري ته وویل چې په ښار کې د پوځ رسمي پریډ یا رسم ګذشت تیریږي، دلته که څه هم د پریډ هېڅ غږ او هی او هوی نه اوریدل کېده خو پروت ناروغ هغه حالت هم په خپل مغز کې له ځان سره هغسې مجسم کاوه، لکه څنګه چې به دا بل کس ورته بیاناوه.
په دې ډول سره اوونۍ او میاشتې تیري شوي. یوه ورځ سهار وختي موظف ډاکتر کوټي ته راغی ګوري چې لومړی ناروغ په ابدي خوب ویده شوی او ساه یي ورکړې ده. د هغه جسد یي له دې کوټي څخه وایسته دلته پروت ناروغ غوښتل چې هغه د کړکۍ خوا ته په اېښې کټ کې بستر شي، کله چې هلته ورغی نو په ډېر شوق سره یي د باندې وکتل یوازینی شی چې ګوري هغه یو غټ او جګ دیوال او پر سر یي اغزن سیم و، په وارخطايي سره یي له ډاکتر نه پوښتنه وکړه چې دلته خو دیوال ده! هغه بل کس ولې ماته ویل چې د باندې ډېره ښایسته منظره ده پارک ده شنه ځایونه دي؟ ډاکتر ورته وویل: هغه سړی ړوند و هغه بېچاره دا جګ خړ دیوال هم نشوای لیدلای ښايي هغه یوازې د دې لپاره تا ته د پارک او شنو ځایو کېسې کړي وي څو وکولای شي تا ته د ژوند لپاره امید درکړي.
انسانان به ستاسې خبرې هیرې کړي.
انسانان به ستاسې عملونه هیر کړي.
خو هغوئ به هېڅ کله دا هیر نه کړي چې تاسې هغوئ ته څه احساس ورکړی ده.
مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت