۲۰- تکرار د مهارتونو مور ده. ډیل کارینګي
۲۱- له زرو کسانو سره مشوره وکړه خو له یوه سره هم د زړه حال مه وایه. دهخدا
۲۲- یا سمې خبرې وکړه ا و یا هم هوښیارانه سکوت وکړه. ژرژهربرټ
۲۳- څوک چې پر خپل ځان باندې ډاډه وي نو د چا تعریف ته اړتیا نه لري. کنفسیوس
۲۷- هر لیکوال او شاعر د هغه له اثارو څخه پیژندلای شو. سولژنیتسن
۲۸- له سوکه تګ څخه مه ډاریره، له بې حرکتۍ څخه وډار شه. چینايي متل
۳۰- په دنیا کې باید له یوه شي څخه وډار شو، او هغه ډار ده. روزولټ
۳۱- تر اندازې زیات مهربانه اوسه. جکسون براون
۳۲- هره ټولنه، د هغه حاکم وړ ده کوم چې حکومت پرې کوي. مونټیسکو
۳۴- ملګرې دې په خلوت کې وترټه او په عام محضر کې یي وستايه. اسکاروایلدا
۳۵- خندا د دوو کسانو تر منځ تر ټولو لنډه لاره ده. ویکتورهوګو
۳۶- خندا دښمني په دوستي اړوي. جورج نیکولا
۳۷- د ژوند تر ټولو ساده درس دا ده چې هېڅکله هم څوک مه ازاروه. روسو
۳۸- زه موسکا د انسانیت نښه بولم. ویل دورانټ
۳۹- زموږ ژوند زموږ د فکرونو زیږنده ده. مارک اورل
۴۰- موږ تر بریالیتوبونو له ماتي خوړولو څخه ډېر شیان زده کوو. کارټراکساټ
۴۱- د هر چا دقت د هغه له واده څخه څرګندیږي. توسکانیني
۴۲- په ژوند کې د جګړې تر ټولو ښه وسله خندا ده. اناتول فرانس
۴۳- هغه کار چې په تر سره کولو یي ډاریږئ، تر سره يي کړئ، تر څو مو ډار سوکه سوکه ورک شي. ابراهیم لینکولن
۴۴- دا چې لارښوونکی دې څوک ده څه يي کوي، د دې غم خوره چې لارښوونه څه ده. ارنسټ رنان
۴۵- غوره دا ده چې بډایه ژوند وکړو تر څو بډای هم ومرو. جانسون
۴۶- هرهغه څه چې زه نن لرم یا یم دا ټول زما د ځوانۍ د ستونزو پایله ده. ناپلیون
۴۷- ملګری لکه پیسې داسې ده، پیدا کول يي اسانه خو ساتنه یي ګرانه ده. باټلر
۴۸- په رښتیا چې په دې نړۍ کې ځوان سپینګیري او سپینګیري ځوانان ډېر شته. اسمایلز
۴۹- نیکمرغه انسان هغه ده چې، د ژوند ټولو ستونزو او ربړونو ته وخاندي. کریسټوفر مارلو
۵۰- ښه استراحت تر ښه خوراک پورې ډېر ښه ده. ویکټور پوشه
۵۱- هنر کولای شي انسان له وارخطایي څخه وساتي. ارتورمولر
۵۲- تل هغه کار کوئ چې تر ټولو زیات په تاسې پورې اړه لري. ګویته
۵۳- هر څوک چې له ناپوهو سره  کښیني نو نیکي به ونه ویني. سعدي
۵۴- نیک عمله سړی به راحت او بد عمله سړی به زحمت تر لاسه کوي. زردښت
۵۵- مه پریږدئ چې بدیګاني پر تاسې مسلطې شي، هڅه وکړئ چې تاسې پر بدیګانو باندې مسلط شی. ناپلیون
۵۶- تر ټولو غوره حخ ده چې د نورو په حق کې نیکي وکړي. کنفوسیوس
۵۷- موسیقۍ وه چې زه یي د خداي پاک پیژندنې پر لور رهنمايي کړم. الفرد دوموسه
۵۸- تر ټولو نږدې شی مرګ او تر ټولو لري شی هیله ده. سقراط
۵۹- د هنر د لرلو کمال د هغه په پټه ساتنه کې ده. کینټلین
۶۰- د علاقې د جلب لپاره باید د علاقه مندي اظهار وکړو. ډیل کارینګي
۶۱- تر لاس لاندي کسانو سره په سختۍ چلند مه کوه. امام علي
۶۲- تر ټولو غټ عیب دا ده چې له خپلو عیبونو څخه بې خبره واوسو. ټوماس کارلایل
۶۳- د بریالیتوب راز، د ګام په ثبات کې نغښتی. بنجامین
۶۴- د نورو خطاوې، د خپلو خطاو په څير و زغمه. فینلین
۶۵- یوازې سکوت ده چې کولای شي موږ معرفت ته ورسوي. رادهاکریشنان
۶۶- زړورتیا د انسانیت تر ټولو ستر معرفت ده. دانیل وبستر
۶۷- کوښښ د انسان لومړنۍ دنده ده. ګویته
۶۸- دنیا له سره تر پایه ښایست او جمال ده خو موږ ډېر کم ورته متوجه یو. بیلز پاسکال
۶۹- علم او پوهه هغه کیلي ده چې ټولې تړلې دروازې خلاصولای شي. اناټول فرانس
۷۰- خوشبختي یوازې یو تعریف لري او هغه په خوشبختي باندې باور لرل دي. راشیله
۷۱- حیات یا ژوند د آمالو دایمي تموج ده او مرګ بیا د همدې امواجو سکوت ده. پاسکال
۷۲- تصمیم لکه ماهی داسې ده، نیول یي اسانه ده خو ساتل یي ګرانه. دوما
۷۳- یوازې یو څراغ چې زما لارښوونه کوي او هغه د تجربې څراغ نومیږي. پاتریک هانري
۷۴- د خپل ځان او نورو له تیروتنو څخه عبرت واخله. بزرګمهر حکیم
۷۵- د عزم او ارادې په مټ له سستي او بدمرغي سره وجنګیږئ. امام علي
۷۶- دومره ماتې مې خوړلې چې اخیر مې د ماتې ورکولو چل ترې زده کړ. ناپلیون
۷۷- د دې لپاره چې پوهه ملکه شي، نو تعلیم کافي نه ده عمل هم ورسره اړین ده؟ برنارډ شاو
۷۸- هغه څوک چې سوکه سوکه خو تل  تګ کوي هېڅ لاره ورته اوږده نه ده. لابرویر
۷۹- د نورو د محبت د راجلبولو تر ټوله غوره لاره، له هغوئ سره نیکي کړل ده. ژان ژاک روسو
۸۰- تر ټولو غوره عمل له ګناه څخه ډډه کول دي. حضر محمد (ص)
۸۱- له ګناه چې نفرت ولره نه له ګناهکاره څخه. ګاندي
۸۲- هغه کوټه چې کتاب پکې نه وي هغه جسم ته ورته ده چې روح پکې نه وي. سیرون
۸۳- د قضاوت په کار کې نه زیاته عجله او نه هم زیات ځنډ په کار ده. کنفوسیوس                                                                                                                     ۸۴- د سبا کار نن سرته ورسوی. استیون کاوي

۸۵- له ګناه تیریدل، د نیک عمله انسان نښه ده. حضرت علي
۸۶- قضاوت مه کوه تر څو ستا په اړه قضاوت ونه کړي. لینکولن
۸۷- خدای پاک خپل پیاوړی بنده خوښوي. حضرت محمد (ص)
۸۸- قدرت هغه وخت نتیجه ورکوي چې ایمان هم ورسره وي. محمد غزالي
۸۹- قدرت ته بخشایش ارایش ورکوي. امام علي
۹۰- د انسان ټول شان او عظمت د هغه په فکر کې ده. پاسکال
۹۱- که بد قضاوت نه غواړي نو بد قضاوت هم مه کوه. ژول ورن
۹۲- تر ټولو بد غمونه، شک او تردید ده. الکساندر دوما
۹۳- مینه، خدای پاک ته د رسیدو یوازینۍ لاره ده. میکل انژ
۹۴- هنر د بشر ګېڼه ده او بشر د کیهان ګېنه. ناصر خسرو بلخی
۹۵- دنده، د خدای پاک په لور یوه غرنۍ لاره ده. ژونس
۹۶- د هنر مینه وال، تر هنروالو ډېر خوند اخلي. بزرګ علوي
۹۷- د هر کس جهان د هغه د فکر د پراختیا په اندازه ده. محمد حجازي
۹۸- ستر انسان، یو طرفه قضاوت نه کوي. کنفوسیوس
۹۹- په ټولو حالاتو کې د وجدان ندا یا غږ له ځانه مه لري کوئ. بناپارت
۱۰۰- وقار او درنښت، پر نفس باندې اعتماد زیاتوي. محمد حجازي
۱۰۱- وجدان، په انسان کې موجود او حاضر خدای ده. ویکتور هوګو
۱۰۲- شجاعت د بري لومړی شرط ده. کامپ بل
۱۰۳- تصمیم د بري لومړی شرط ده.
۱۰۴- ښه ملګری یوې چترۍ ته ورته ده چې په باراني ورځو کې درسره وي. پل برولا
۱۰۵- کله چې پر دښمن باندې بر شوي، نو د خپل قدرت د شکرانې په خاطر له هغه څخه تیر شه. حضرت محمد (ص)
۱۰۶- د یوازیتوب وحشت، هغه وخت دی چې څوک په موږ ګران نه وي.
۱۰۷- انسانان په بخشش سره ستر کېږي. امام علي
۱۰۸- ریښتینی زړور هغه څوک ده چې له ظالمانو سره جګړه وکړي. هرمان هسه
۱۰۹- لکه څنګه چې شادي د ټولو لپاره ده غم هم ده. ویکتور هوګو
۱۱۰- بریالیتوب ته د لاسرسي لار، د ماتو د میزان مضاف کول دي. توماس واتسون
۱۱۱- هلته چې ډار او وهم سیوری واچوي، نو خوشالۍ هلته لاره نشي لرلای. اپیکور
۱۱۲- غوره شیان، د هغو نوي او غوره ملګري د هغو زاړه دي. امام علي
۱۱۳- خښم د ټولو بدیو کیلي ده. امام حسن
۱۱۴- هغه څوک چې ثروت نه لري، خپل ځان خو لري. فرانکلین
۱۱۵- هر څوک هم د حقیقت د څرګندولو زړه نه لري. بالزاک
۱۱۶- د مدنیت هدف، د خلکو سوکالي او ښه ژوند ده. بالزاک
۱۱۷- د پوه کس ثروت د هغه علم او پوهه ده. پاسکال
۱۱۸- هوښیار هغه څه چې نه وايي، ولې هغه څه چې وايي پوهیږي. ارسطو
۱۱۹- د نیکمرغۍ نښه له هوښیارانو سره ناسته ولاړه ده. امام حسین
۱۲۰- هر هغه څوک چې نیک عمله، پاک او هڅاند وي، نو هغه څه به تر لاسه کړي کوم چې دی یي وړ وي. بوزر جمهر
۱۲۱- هر کله چې مو وکولای شول له ماتې وروسته وخاندو، نو په رښتیا چې زړور به یو. لینکولن
۱۲۲- درواغ لکه واوره داسې دي، هر څومره چې يي کته پورته کړي لا غټیږي. مارتین لوتر
۱۲۳- د انسان فضیلت د افراط او تفریط تر منځ د منځ میانه حد ساتل دي. ارسطو
۱۲۴- نبوغ ته په بله وینا، پشتکار، صبر او زغم هم ویلی شو. بوفن
۱۲۵- اوسنی کار یا دنده نه باید راتلونکې ته پریږدو، که څه هم هغه کېدای شي په راتلونکې کې په ښه توګه سره تر سره شي.  ارنست ټاویل
۱۲۶- یوازې هغه چاته شکایت کوه یا خپله ستونزه ورته بیانوه چې کولای شي له تا سره په هغه باره کې مرسته وکړي. امام علي
۱۲۷- خپل دښمنان په ملګریو کېدو سره له منځه یوسه. اپیکتوس
۱۲۸- هر څوک چې بښنه وکړي، نو سترتوب به تر لاسه کړي. اما حسین
۱۲۹- دنیا هغه ګل ده چې ګلپاڼې یي خیالي او اغزي يي حقیقي دي. سیلوا
۱۳۰- کار وکړئ تر څو بریالي شی، کوښښ وکړئ تر څو بریالیتوب تر لاسه کړی. توماس مان
۱۳۱- له نورو خلکو سره لومړنۍ نیکي او مرسته هغوئ ته ورین تندی نیول دي. امام علي
۱۳۲- ژوند یو له مطلاطمو څخه ډک سیند ده چې قطب نما يي مینه ده. نظام وفا
۱۳۳- ایمان دوه نیمې برخې دي، چې لومړۍ نیمه برخه ي صبر او دویمه نیمه برخه يي شکر ده. حضرت محمد (ص) 
۱۳۴- تر څو چې قدرت ته نه يي رسیدلی نو مطیع اوسه او کله چې ورسیدي نو بیا متواضع اوسه. اناتول فرانس
۱۳۵- یوازینۍ ګرانه پانګه وخت ده، که در څخه ولاړ بیا يي بیرتګ نشته. سامویل اسمایلز
۱۳۶- کله کله سکوت تر ټولو خبرو نه وړاندې ستاسې مقصد بیانوي. مونتیسکو
۱۳۷- نیکمرغي هغه ده چې د خپل ژوند په مقصد پوه شي. تولیستوی
۱۳۸- که غوږونه لري نو واوره او که زبه لري نو سکوت وکړه. صایب تبریزي
۱۳۹- صبوره اوسه، ځکه چې صبوري د عقل تله او د توفیق نښه ده. حضرت محمد (ص)
۱۴۰- تر ټولو خطاکاره انسانان هغه دي چې، د نورو کسانو عیبونه ویني. فرانسیس بیکن
۱۴۱- تر ټولو ستره ماتي کوښښ نه کول دي
۱۴۲- غټ غټ غرونه په خپل ځان کې د اوبو چینې لري او د لویو لویوخلکو زړونه اوښکي.
۱۴۳- بښنه غوښتل د هوښیارتوب نښه ده.
۱۴۴- خونسردي د یوه قومندان تر ټولو غټ صفت ده. بناپارت
۱۴۵- ریښتینی عظمت داده چې پر خپل نفس باندې مسلطه واوسي. ډانیل ډیفو
۱۴۶- اندیشه او تفکر ده چې انسان خپلو غوښتنو ته رسوي. رحمت نواد
۱۴۷- تر ټولو ستر انسان هغه ده چې په خپله سینه کې د ماشوم په شان ساده زړه ولري. منیسوس
۱۴۸- هر هغه څوک چې عقل او تدبیر لري، نو هر څه چې ویني پند به ترې اخلي. امام علي
۱۴۹- زر دوستان کم دي او یو دښمن زیاد. لقمان حکیم
۱۵۰- د ریښتیني دوستي ونه ورو ورو وده کوي. واشنګټن
۱۵۱- هغه څه چې تر مرګ هم انسان ډېر وژني، هغه نا امیدي ده. امام علي
۱۵۲- خوږې خبرې کوم زحمت نه غواړي، اما بې شمېره ګټې له ځانه سره لري. هربرت
۱۵۳- پر چا چې اعتماد نه لري نو هیر یي کړه. بناپارت
۱۵۴- د سپینګیرو درناوی وکړئ تر څو تر تاسې واړه ستاسې درناوی وکړي. حضرت محمد (ص)
۱۵۵- خبرې کول یو ډول اړتیا ده، خو غوږ نیول بیا هنر ده. ګویته
۱۵۶- که خبرې کول سپین زر دي، چوپه خوله بیا سره زر دي. لقمان حکیم
۱۵۷- خوشاله اوسه تر څو حسود او جاه طلب ونه اوسي. اوشو