د کارموندنې د ازموینې پوښتنه
یوه غټ دفتر غوښتل تر څو یو نفر استخدام کړي. په همدې خاطر يي په شرایطو برابر ۲۰۰ کسانو څخه ازموینه واخیستله چې په دې ازموینه کې یوازې یوه پوښتنه وه او هغه داسې وه:
تاسې په یوه باراني شپه کې چې تیز باد هم چلیږي په خپل موټر کې ناست یاست او د کور پر لوري ځی. لږ مخکې وینئ چې د موټرو په یوه تمځای کې دری کسه ولاړ دي.
یوه یي زړه ښځه ده چې د مرګ په حالت کې ده، بل کس ستا معالج ډاکتر ده چې تل د درملنې لپاره ورځي او درېیم هم داسې یوه ښځه ده چې تل په خپلو خیالونو کې له هغې سره واده کول غواړي.
دلته تاسې کولای شی یوازې یو له دغو کسانو څخه په خپل موټر کې در سره سپور کړئ، نو تاسې به کوم یو در سره سپور کړئ؟ خپل دلیل هم ورسره ولیکئ.
مخکې له دې چې د دې حکایت پاتې ولولئ، تاسې هم لږ فکر وکړئ.
.
.
.
البته دا ازموینه ستاسې د شخصیت ازمېیښت نشي بلل کېدای، ځکه چې هر ځواب ځانته دلایل لري.
زړه ښځه د مرګ په حال ده، تاسې باید لومړی هغه وژغورئ، که څه هم هغه ډېره زړه ده او هر رقم چې وي اخیر به مړه شي.
تاسې باید ډاکتر سپور کړئ، ځکه چې هر وخت یي ستاسو معالجه کړي ا و دا تر ټولو ښه فرصت ده چې کولای شی د هغه د ښو کارونو جبران ورکړی او یا هم کېدای شي په راتلونکي کې يي ور جبران کړی.
تاسې باید د خپلې خوښې وړ کس سپور کړئ، ځکه که چیرته دا فرصت له لاسه ورکړئ نو بیا ښايي هېځ وخت تاسې ونه شی کړای چې هغه بیا ومومئ.
له دې دوو سوو کسانو څخه چې ازموینه واخیستل شوه یوازینی کس چې بریالی شو هغه داسې لیکلي وو:
د موټر کیلي به ډاکتر ته ورکړم تر څو زړه ناروغه ښځه روغتون ته ورسوي او زه به د خپلو خیالونو له ناوې سره ګډکوم بل موټر ته کینم.
فکر کړم هر څوک به ووايي چې رښتیا هم دا ښه ځواب ده، خو د یوه چا به هم دا شان ځواب په سر کې نه وي ور تیر شوی. ولې؟
ځکه چې موږ هېڅکله نه غواړو خپلې مالونه (موټر) له لاسه ورکړو. که موږ چیرته خپل ځان غوښتنه، خپلې مزې او چړچې او خپل داسې نور خدای راکړي نعمتونو د نورو لپاره ورکړو نو کېدای شي چې تر هغو هم ښه او زیات شیان تر لاسه کړو.
مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت