التجا
هي الله (ج) ته مو خالق يي، ته راباندې ورحمیزه، ته مې سترګې راخلاصې کړه،
ته د نیکۍ هدایت راته وکړه، منم چې ته قهار يي، خو رحیم هم يي، ته مې په
خپل رحم سره وساته او دا ډک له ګناهونو زړه مې ستا د عبادت او اطاعت کور
وګرځوه. منم چې سترګې دې راکړي، خو حالاتو را ړندې کړي دي، ته راته د زړه
بصیرت راکړه تر څو تور - تور او سپین - سپین ووینم. اې الله (ج) ته مې
غوږونه را خلاص کړه، ځکه په هره کوڅه کې چې د لمانځه ازان اورم، نو لمونځ
مې هیر وي، ته بیرته هغه غوږونه راکړه چې ستا بلنه پرې واورم او بیا په
خورا صفا زړه او نیت سره ستا کور ته ولاړ شم او هلته له تا سره د زړه
خواله وکړم. هي الله (ج) ته را باندې ورحمیزه، ته مې وساته، ته راته هدایت
د نیکۍ وکړه.
مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت