د ژبې ټپ
د ژبې ټپ
یو هلک و چې شه تربیه یي نه درلوده او په هره وړه خبره به یي اعصاب خرابیدل او له خلکو سره به یي جګړې کولې. بله ورځ یي پلار هغه ته یوه بوجۍ میخونه ورکړل او ورته یي وویل، هر کله چې عصباني کېدي نو له دې بوجۍ څخه یو دانه میخ در اخله او په دیوال باندې یي ټک وهه.
په لومړۍ ورځ باندې دې هلک نږدې ۳۷ میخونه د خپلو اعصابو د خرابیدا په خاطر ټک وهل. څو اوونۍ تیري شوي او دې هلک همداسې کاوه، خو په اخیره کې يي په دیوال باندې د وهل کېدونکو میخونو شمېره را ټیټه شوه. هغه پوه شو چې، د خپلو اعصابو کنټرولیدل پر دیوال باندې د میخونو ټک وهلو ته ډېره اسانه ده.
اخیر هغه ورځ را ورسیده چې دا هلک هېڅ نه عصباني کېده. هغه دا خبره پلار ته وکړه، نو پلار يي هم ورته وویل، هر کله چې دې خپل اعصاب کنټرولاوه، نو همدا ټک وهل شوي میخونه یو یو له دیوال څخه بیرته راباسه.
څو ورځې تیري شوي او وروسته بیا زوی پلار ته وویل چې، له دیوال نه يي ټول میخونه را ویستل. پلار د زوی لاس ونیو او هغه دیوال ته یي وروست او ورته یي وویل:« زما ګرانه زویه! تا ښه کار وکړ او ودې کولای شول تر څو په خپل خښم باندې بریالی شي. خو د دې دیوال سورو ته وګوره. دا دیوال نور لکه د پخوا په شان روغ رمټ نه ده. کله چې ته د عصبانیت په مهال کومې خبرې کوي، نو هغه خبرې هم په خلکو باندې دا شان اغیزې کوي. ته کولای شي د یوه انسان زړه په چاقو سره ووهي او چاقو بیرته ترې راوباسي، خو که بیا ته هر څومره له هغه کس څخه عذر او بښنه وغواړي، کومه ګټه به ونه لري. ځکه چې هغه ټپ به د تل لپاره وي. نو په یاد لره چې د ژبې ټپ هم د چاقو د ټپ په شان دړدناک ده.
مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت