حقیقت او مجاز

دا دوه حورې د جنت دي وهي شرابو کښې لامبو

که مې سترګې د جانان بیا شولې ډکې د اوبو

چې د مینې په مذهب کښې شک کول کافر کېدل دي

که منم دې کافر کېږم خلاص به نه شم په توبو

د نرګس بوی کښې پېیلی د سپوږمۍ د شغلو جال دی

په کښې پروت یو لیونی دی چې مجنون دی که بلال دی