که په هند کې نشته سپینه!!!
که په هند کې نشته سپینه
هوسۍ سترګې ماجبینه
خدایه ته و ما ته راکړی
یوه سبزه او نمکینه
په دوو زلفو عنبر پاشه
په دوو شونډو شکرینه
چې هر ځای ته یی ګورم
ښایسته ښکلي مهینه
هوسناکه ښیوه ګره
شوخه شنګه دلسنګینه
د یاری په علم پوهه
سخندانه نکته چینه
ورځ او شپه که ځینې چاري
د خوشال د ښکلو مینه
مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت