تبليغاتX
پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا


پکـــــــــــــــــــــــــــــــــتیکا

په یادونو کې مې ته یې

د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال وروستۍ ورځي دي. نهه ورځې وروسته به نوی کال راشی، طبیعت به تک شین وګرځي، مرغانې به له خپلو ځالو څخه را والوځي او په هوا کې به ښې پورته ولاړي شي په شنو سیمو او ونو به راښکته شي چوغ او چغار به جوړ کړي. د طبعیت هر شین بوټی او ونه به خپل خړ ماسک لري او خپل طبعیي شین مخ به را څرګند کړي. هوا به هم تازه وي او هر انسان به پکې د خوشالۍ او ارامتیا احساس کوي. حتی زرګونو کلوو وړاندې د افغانستان په دې جنتي خاورې د بلخ په سیمو کې به زردتشتیانو نوی کال په لوړو مراسمو سره لمانځه. هغوﺉ ته نوی کال یو اختر غوندي وو، چې تر ننه پورې په افغانستان کې هر سړی نوي کال ته خوشاله او په ښه مرغ يي نیسي. راځم اصلي مطلب ته هغه دا چې ۱۴ پیړۍ وړاندې کله چې د اسلام مبارک دین افغانستان ته راغی، نو عربانو د افغانانو پر دې کار باندې بندیز ولګاوه او هغه یي بدعت وباله. دوﺉ ولي د نوي کال لمانځنه بدعت وبلله؟ د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره یو شمېر جغرافیايي او اقلیمي دلایل دي چې دلته به يي په ګډه سره ولولو:

۱) له جغرافیايي او اقلیمي لحاظه د افغانستان یعنې پخوانۍ اریانا سیمه د عربستان له ټاپوزمې سره توپیر لري. عربان په وچو دښتو او ګرمیو کې اوسیدل او اوسي او هغوﺉ ته نوی کال، پسرلی، دوبی، منی او ژمی دومره توپیر نه لري پر هغوﺉ باندې تل نسبتاْ یو شان ګرمي وي، خو په افغانستان کې بیا دا حالت توپیر لري، دلته پسرلی، دوبی، منی او ژمی هر یو ځانته ّځانګړتیاووې لري. د ژمي د دریو یا څلورو میاشتو له سختو واورو او سړو نه وروسته په دې سیمه کې نوی کال راځي، نوی کال له ځان سره نوي زیري راوړي، طبعیت ټول تک شین ګرځي. بزګران په خپلو باغونو او پټیو کې کار کوي هوا نسبتاْ ښه وي نه سړه وي نه ګرمي، نو په همدې خاطر به هم  پخوانیو افغانانو نوی کال لمانځه او هغه به يي په ښه مرغ نیوه.

۲) له بده مرغه، د ځینو نالوستو ملایانو د زهرجنو تبلیغاتو له کبله د نوي کال لمانځل په زیاترو پښتون میشتو سیمو کې اوس مهال یو مخ له یاده ایستل شوي او هان ځیني خو نوی کال له سره نه پیژني. 


په هر صورت، راځﺉ نوی کال په نویو هیلو او په نویو فکرونو او نویو نظریو سره ولمانځو، راځﺉ تیر په هیر او خپلو ملګرو او سیالانو ته د ورورولﺉ لاسونه سره ورکړو، راځﺉ لکه څرنګه چې په نوي کال کې د طبیعت هره برخه نوي کېږي همداسې موږ او تاسې هم خپل هرفکر او کړنلاره نوي کړو. ژوند ته په یوه نوي انداز سره وګورو او بې جایه خبري او منفي فکرونه له خپلو مغزو وباسو او پر ځای یي د هیلو او بریالیتوب نوي پړاوونو پکي پیل کړو.

توکلت علی الله


نېټه 2011/3/12 د لیکلو ساعت 9 AM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

نوي کاله راشه له یو ښکلي سپین سبا سره

یو مې د جانان د سرخو شونډو له مسکا سره

بل مې د محنت د وږمو ښې مستې ګډا سره

بل له بلاګانو نه ازادي پښتونخوا سره

راشه که راځي راشه که راځي

راشه که راځي د سړي خورو ځالي وراني کړه

دې جنتي خاوره کې ښایسته خوني وداني کړه

نېټه 2011/3/7 د لیکلو ساعت 10 AM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

غزل

ځان ته مې ورکړلې وعدې ،چې هېرولی دې شم
زما د ژوند بلې لمبې ! ،چې هېرولی دې شم

د مخه ښه پر وخت دې ولې سترګې وپړسېدې
تا خو په خپله راته وې ،چې هېرولی دې شم

دا طريقه د هېرولو درنه هېره مه شه
چې جوابونه رالېږې ،چې هېرولی دې شم

ما خو به هر څه ويل ، زه خو په غوسه کې ومه
نو ته او خدای ته دا منې؟ ،چې هېرولی دې شم

خط به ورولېږم چې زه زړه سره څه وکړمه
خط رالېږلی دی هغې ،چې هېرولی دې شم

هغه صحنه کړه خدای ناسور زخم پر زړه د جلال
چې په سرو سترګو ژړېدې ،چې هېرولی دې شم

نېټه 2011/2/26 د لیکلو ساعت 2 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

مینه مې نمکینه وه رنګینه شوه

خدای سته له هر چا راته مهینه شوه

نور په هره حوره باندې ړوند یمه

ښکلي مې په ښکلو کې حسینه شوه

نېټه 2010/10/30 د لیکلو ساعت 10 AM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

کوچنی اختر مو مبارک شه!!!


نېکمرغه کوچنی اختر د ټولو مبارک شه، په تیره بیا د پاکو مئینانو!

نېټه 2010/9/11 د لیکلو ساعت 3 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

افغان مسلمان ولس ته د بختورې او مبارکې روژې په رارسیدو سره مبارکي وایم، الله تعالی دې په دې عظیمه او قدرمنه میاشت کې موږ ته د عبادت او اطاعت توفیق را په برخه او د نړۍ ټول مسلمانان په تیره بیا هغه افغانان چې نن ورځ یي نړۍ په وژلو سره ستړي او له لاسه یي په تیښته کې دي، صبر، زغم او بریالیتوب ور په برخه کړي.

امین یا رب العالمین

نېټه 2010/8/10 د لیکلو ساعت 2 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

یوه ورځ درواغ حقیقت ته وویل: زړه دې کېږي چې دواړه سیند ته ولاړ شو او ولامبو؟ ساده باده حقیقت د هغه خبره ومنله او ورسره ولاړ. کله چې د سیند څنډې ته ورسیدل نو حقیقت خپل کالي واېستل او اوبو ته ورګډ شو، حیله ګر درواغ را ولاړ شو او د حقیقت کالي یي واغوستل او ترې ولاړ. له هغې ورځې راوروسته حقیقت تل لوڅ او تریخ ده، خو درواغ د حقیقت په کالیو کې په منظم ظاهر سره ښکاریږي.

نېټه 2010/8/10 د لیکلو ساعت 1 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

ثروت او بډاینې ته د رسیدو تر ټولو نږدې لاره دا ده چې خپلې وړتیاووې وپیژنو او پر هغو باندې تکیه وکړو.

له احتمالي ماتي څخه د مخنیوي لپاره تر ټولو نږدې لاره، له هغو کسانو سره سلامشوره کول دي کوم چې پخوا په همدې لاره تللي وو.

د سالم روان د درلودلو لپاره تر ټولو نږدې لاره، هره ورځ د خندا او خوشالي لپاره د وخت په پام کې نیول دي.

هیلو ته د رسیدو تر ټولو نږدې لاره، واقع بین اوسیدل دي.

د غیبت نه کولو تر ټولو نږدې لاره دا ده چې خپل عیبونه لکه د نورو د عیبونو په څير وویني.

د سالم جسم د لرلو لپاره تر ټولو نږدې لاره، په خوړولو کې اعتدال ساتل دي، نه ډېر خوړل نه کم خوړل.

د یوه ملګري د موندلو لپاره تر ټولو نږدې لاره، د مقابل کس علایقو ته پاملرنه کول دي.

له ډار سره د مبارزې تر ټولو نږدې لاره، له هغه ډار سره مخامخ کېدل دي.

د مینې کولو تر ټولو نږدې لاره، په مینه سره پاک، سوچه او خالص کتل دي.

له افسردګي څخه د خلاصون لپاره تر ټولو نږدې لاره، ښو شیانو ته فکر کول دي.

ثبات ته د رسیدو لپاره تر ټولو نږدې لاره، دا ده چې پر هر هغه شي چې ایمان لرئ، ټینګار وکړئ، هان که مو مخالف لوری یو لښکر وي.

تکامل یا بشپړتیا ته د رسیدو تر ټولو نږدې لاره، د انتقادونو منل دي.

د درواغو د نه ویلو لپاره تر ټولو نږدې لاره، زړور اوسیدل دي.

د ښې راتلونکې لپاره تر ټولو نږدې لاره، قناعت ده.

د حسرت یا زړه نه خوړولو لپاره تر ټولو نږدې لاره، دا ده چې تل په اوس حال کې ژوند وکړي.

د یوې مسئلې د حل لپاره تر ټولو نږدې لاره، د مسئلې سمه پیژندنه ده.

ارامي ته د رسیدو لپاره تر ټولو نږدې لاره، دا ده چې هغو شیانو ته چې نه یي لري ډېر کم فکر وکړي.

له یوه ملګري سره د خپلې ملګرتیا د اثبات لپاره تر ټولو نږدې لاره، دا ده چې یو ښه اوریدونکی واوسي.

د نورو د رازونو د نه ښکارولو تر ټولو نږدې لاره، دا ده چې هېڅکله د هغوئ رازونو ته غوږ ونه نیسي.

د نورو د نه سپکولو تر ټولو نږدې لاره دا ده چې یوازې څو شیبې خپل ځان د هغوئ په ځای کې راولي.

ریښتیني ځواک ته د رسیدو تر ټولو نږدې لاره، د منطق هر څه زیاته پیاوړتیا ده.

له دښمنانو سره د مقابلې تر ټولو نږدې لاره دا ده چې هېڅکله دې حوصله له لاسه ور نه کړي.

پر ستونزو باندې د برلاسي کېدا تر ټولو نږدې لاره د هغوئ کوچنی او بې ارزښته ګڼل دي.

نېټه 2010/8/10 د لیکلو ساعت 1 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

 د دې مطلب لوستل ښايي ستاسې دوه دقیقې وخت ونیسي، خو کولای شي ستاسې اند ستاسې د چاپیریال په اړه یو مخ بدل کړي.

 د یوه روغتون په یوه کوټه کې دوه کسان بستر ول هغه ناروغ چې د کړکۍ خواته په کټ کې پروت و، هغه مجبور و تر څو په خپلو سږو کې د اوبو د شتون له کبله هره ورځ د یوه ساعت لپاره په خپل کټ کې کښیني تر څو یي په وجود کې شته اوبه د باندې راووځي. او دویم ناروغ  یوازې ستوني ستغ پروت و او اجازه یي نه لرله چې کښیني او یا هم ودریږي. دغو دواړو ناروغانو به هره ورځ له یوه بل سره اوږدې کېسې کولي. کله چې به لومړی ناروغ په خپل کټ کې کښېناست نو خپل مخ به يي کړکۍ خواته ور ګرځاوه او هر هغه څه چې به یي لیدل دا بل ناروغ ته به یي ویل په دې وخت کې به پروت ناروغ خپلې سترګې پټولي او د باندې ټول حالات به يي له ځان سره مجسم کول او په دې سره به يي خپل طبیعت تازه کېده، ځکه چې هغه یوازې په خپله کوټه کې پروت و او ډېر به ستړی و نو په دې کار سره به يي ساعت هم تیریده او ستړیا به یي هم له منځه تله.

لومړي ناروغ به پروت ناروغ ته ویل چې د کړکۍ مخ ته یو ښایسته پارک ده، ښې شنې ونې پکې ولاړي دي ښه شین چمن ده او دې پارک په منځ کې د اوبو حوض هم شته او هیلۍ پکې ګرځي را ګرځي او ماشومان یي شاوخوا ګرځي او کاغذي کښتۍ پکښې یوې بلې خوا ته پریږدي. بله ورځ یي خپل پروت ملګري ته وویل چې په ښار کې د پوځ رسمي پریډ یا رسم ګذشت تیریږي، دلته که څه هم د پریډ هېڅ غږ او هی او هوی نه اوریدل کېده خو پروت ناروغ هغه حالت هم په خپل مغز کې له ځان سره هغسې مجسم کاوه، لکه څنګه چې به دا بل کس ورته بیاناوه.  

 

په دې ډول سره اوونۍ او میاشتې تیري شوي. یوه ورځ سهار وختي موظف ډاکتر کوټي ته راغی ګوري چې لومړی ناروغ په ابدي خوب ویده شوی او ساه یي ورکړې ده. د هغه جسد یي له دې کوټي څخه وایسته دلته پروت ناروغ غوښتل چې هغه د کړکۍ خوا ته په اېښې کټ کې بستر شي، کله چې هلته ورغی نو په ډېر شوق سره یي د باندې وکتل یوازینی شی چې ګوري هغه یو غټ او جګ دیوال او پر سر یي اغزن سیم و، په وارخطايي سره یي له ډاکتر نه پوښتنه وکړه چې دلته خو دیوال ده! هغه بل کس ولې ماته ویل چې د باندې ډېره ښایسته منظره ده پارک ده شنه ځایونه دي؟ ډاکتر ورته وویل: هغه سړی ړوند و هغه بېچاره دا جګ خړ دیوال هم نشوای لیدلای ښايي هغه یوازې د دې لپاره تا ته د پارک او شنو ځایو کېسې کړي وي څو وکولای شي تا ته د ژوند لپاره امید درکړي.

 

انسانان به ستاسې خبرې هیرې کړي.

انسانان به ستاسې عملونه هیر کړي.

خو هغوئ به هېڅ کله دا هیر نه کړي چې تاسې هغوئ ته څه احساس ورکړی ده.

 

نېټه 2010/8/9 د لیکلو ساعت 2 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

۱- که چیرته هینداره نه وای، نو ما به تل خپل ځان ځوان حس کاوه. پیکاسو                                    

۲- هر هغه څه چې هیله یي لرئ، تر ویده کېدا مخکې یي خپل ذهن ته وسپارئ. ډیل کارنګي

۳- تر ټولو غوره کار داده چې، په ځوانۍ کې پوهه زده کړه او په بوډا توب کې یي په کار واچوي. بوذرجمهر
۴- هغه څوک چې د غچ اخیستنې فکر لري، نو تل خپل ټپونه تازه ساتي. باکرن
۵- خپلې ژبې ته اجازه مه ورکوه تر څو ستا له فکر نه مخکې څه ووايي. شیلون
۶- د ټاکلې موخې له تعقیب پرته، ژوند خوند نه لري. ګولای
۷- د استقامت په درلودو سره هرې خوا ته رسیدلای شو. لافونتن
۹- په نورو کسانو کې د نفوذ د پیدا کېدو یوازینی لار د هغوئ د ارزوګانو پیژندل دي. ډیل کارنګي
۱۰- ادب هغه څه ده چې ښې خبرې او چال چلند ولري. ولټر
۱۳- هېڅ کله د نورو د عیبونو لټه او ګوتنیونه مه کوه. ویکټور هانس
۱۴- تل موسکا په شونډو لره او له نورو کسانو سره د سترګو ارتباط ساته. جودي جیمز
۱۵- شک او زړه نا زړه کېدل د پرمختګ یوازینی خنډ ده. امام علي
۱۷- په ځینو مواردو کې د « زما غلطې وه» ویل ډېر ګټور وي. خوزه سیلوا
۱۸- په یوې خندا سره د انسان پر مخ هره دروازه خلاصیږي. فرانکلین
۱۹- فکر کول له خپل ځان سره خبرې کول دي. هسپانوۍ متل



:د د مطلب پاتې برخه:
نېټه 2010/8/7 د لیکلو ساعت 12 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

زړه مې غواړي چې یاران مې ټول را ټول کړم

خندا ورکړم له غمونو یې را بېل کړم

هر یو ځای کړم په مسند د رحماتو

بیا وکړم تماشي، خدای ته مې ځان  ایل کړم

نېټه 2010/7/28 د لیکلو ساعت 10 AM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

زه به صبر خپل زړګی کم

خو یادونه دې حملې کړي

ستا له کلي به نور بند شم

خو خالونه دې اشارې کړي

تورې سترګې دې قاتلي

تل مې زړه کې دهماکې کړي

د ملا حورې جنت کې

بصیر یي دلته تماشې کړي

نېټه 2010/5/19 د لیکلو ساعت 3 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

ته مې روح ته مې ساه د بدن

ته طوطي زما د زړه د ګلشن

بې له تا ما مړ بوله هر دم

لکه مړ چې وي پروت په کفن

سترګې ستا شهلايي خماري

خوۍ کې ته يي هوسۍ د ختن

ستا بصیر به په تا وي ژوندی

ښه په نره دې تا دی مئین

نېټه 2010/5/19 د لیکلو ساعت 2 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

یوه ورځ یو ړوند سړی د سړک په غاړه ناست و او خپل مخ ته يي خپله د ګدايي خولۍ او یوه لوحه اېښي وه او پر لوحه یي داسې لیکلي وو: زه ړوند یم ما سره مرسته وکړئ.

په دې وخت کې یو نوښتګر ژورنالیست  د دې ړانده سړي تر مخ تیریده چې د هغه خولۍ او لوحې ته یي پام شو ګوري چې په خولۍ کې یوازې څو سیکې پرتي دي. سملاسي یي د ړانده سړي لوحه ور واخیستله او پرته له دې چې له هغه نه اجازه واخلي د لوحې لیکنه یي پاکه کړه او پر لوحه یي یوه بله جمله ولیکله او بیرته یي د ړانده سړي مخ ته کېښوده او ترې ولاړ. مازدیګر مهال چې ژورنالیست بیرته د هغه سړي تر مخ تیریده ګوري چې د ړانده سړي خولۍ له پیسو ډکه ده. دلته ړانده سړي هماغه ژورنالیست د خپل تګ له غږونو وپیژانده او پوښتنه يي ترې وکړه چې تا زما پر لوحه باندې څه ولیکل؟ ژورنالیست ځواب ورکړ چې، ما کوم خاص څه نه دي لیکلي خو هغه ستا مطلب مې په بل ډول سره ولیکه په همدې شان ورته موسکۍ شو او ترې ولاړ. ړانده سړي هېڅ وخت ونشوای کړای چې هغه جمله ولولي، خو پر لوحه یي داسې لیکلي و:


نن پسرلی ده، خو زه يي لیدلای نشم!!!

نېټه 2010/5/7 د لیکلو ساعت 11 AM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

د میړانې او غیرت په ورځ مې گوره

یو قدم به وروسته نشم که افغان وم

د پښتو فطرت مې دومره اسلامي دی

که اسلام نه وای نو هم به مسلمان وم


فکر کړم دا شعر به د اجمل خټک او یا هم غني بابا وي، که یي چیرته تاسې اصلي شاعر پیژنئ نو د مهربانۍ له مخې یي ماته د نظرونو په برخه کې ولیکئ. مننه

نېټه 2010/5/7 د لیکلو ساعت 11 AM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

که توفیق داتفاق پښتانه مومي      زوړ خوشحال به دوباره شي  په دې ځوان 
نېټه 2010/4/24 د لیکلو ساعت 3 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

اې ناصیحه! مینه څه ده مینه اور ده
هر معشوق د خپل عاشق د سترګو تور ده
ته چې موږ ته زموږ مینه پردۍ بولي
باد شي ورک شي هغه خو مې د زړه کور ده

نېټه 2010/3/11 د لیکلو ساعت 12 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

په پخوا زمانو کې یو هوښیار سړی د یوه ښار حاکم وو. هغه یوه غټه ډبره د ښار د لارې په منځ کې کېښودله او د دې لپاره چې د خلکو غبرګون په ګوته کړي نو په خپله یو نږدې ځای پټ کېناست.

د ورځې په اوږدو کې د ښار سوداګران، د حاکم وزیران او جنرالان په دې لاره تیریدل را تیریدل خو هیچا هم دا ډبره له ځایه لري نه کړه او له ځانه سره به يي ویل چې دا څرنګه ښار ده چې هېڅ نظم پکښې نشته. لعنت دې وي د دې ښار په حاکم باندې چې یوه ډبره د سړک له مخې نشي لري کولای.

ماښام نزدي وو او د ښار حاکم د خپل ښار د خلکو له دې بې تفاوته چلند څخه سخت خپه شوی و، اخیر یو کلیوال سړی چې په دې لاره تیریده او په خپل پنډکي کې يي میوه او سبزي وړله، د ډبرې له څنګه تیریده او ودریده. خپل بار یي په سختي سره پر ځمکه کېښود او په خورا زحمت سره يي دا ډبره له لارې څخه لري کړه. یو دم يي ولید چې تر ډبرې لاندې یوه کېسه ده، ګوري چې په هغه کېسه کې د سروزرو سیکې دي او یو لیک هم پکې ده چې پر دې لیک باندې داسې لیکل شوي وو: «هر خنډ یا مانع ښايي د انسان د ژوند د بدلون لپاره یو چانس وي.»

 

ایا موږ کله هم د نورو د ژوند خنډونو د هغوئ له مخې لري کړي دي؟!؟

 

نېټه 2010/2/22 د لیکلو ساعت 3 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

یوه غټ دفتر غوښتل تر څو یو نفر استخدام کړي. په همدې خاطر يي په شرایطو برابر ۲۰۰ کسانو څخه ازموینه واخیستله چې په دې ازموینه کې یوازې یوه پوښتنه وه او هغه داسې وه:

تاسې په یوه باراني شپه کې چې تیز باد هم چلیږي په خپل موټر کې ناست یاست او د کور پر لوري ځی. لږ مخکې وینئ چې د موټرو په یوه تمځای کې دری کسه ولاړ دي.

یوه یي زړه ښځه ده چې د مرګ په حالت کې ده، بل کس ستا معالج ډاکتر ده چې تل د درملنې لپاره ورځي او درېیم هم داسې یوه ښځه ده چې تل په خپلو خیالونو کې له هغې سره واده کول غواړي.

دلته تاسې کولای  شی یوازې یو له دغو کسانو څخه په خپل موټر کې در سره سپور کړئ، نو تاسې به کوم یو در سره سپور کړئ؟ خپل دلیل هم ورسره ولیکئ.

مخکې له دې چې د دې حکایت پاتې ولولئ، تاسې هم لږ فکر وکړئ.

.

.

.

البته دا ازموینه ستاسې د شخصیت ازمېیښت نشي بلل کېدای، ځکه چې هر ځواب ځانته دلایل لري.

زړه ښځه د مرګ په حال ده، تاسې باید لومړی هغه وژغورئ، که څه هم هغه ډېره زړه ده او هر رقم چې وي اخیر به مړه شي.

تاسې باید ډاکتر سپور کړئ، ځکه چې هر وخت یي ستاسو معالجه کړي ا و دا تر ټولو ښه فرصت ده چې کولای شی د هغه د ښو کارونو جبران ورکړی او یا هم کېدای شي په راتلونکي کې يي ور جبران کړی.

تاسې باید د خپلې خوښې وړ کس سپور کړئ، ځکه که چیرته دا فرصت له لاسه ورکړئ نو بیا ښايي هېځ وخت تاسې ونه شی کړای چې هغه بیا ومومئ.

له دې دوو سوو کسانو څخه چې ازموینه واخیستل شوه یوازینی کس چې بریالی شو هغه داسې لیکلي وو:

د موټر کیلي به ډاکتر ته ورکړم تر څو زړه ناروغه ښځه روغتون ته ورسوي او زه به  د خپلو خیالونو له ناوې سره ګډکوم بل موټر ته کینم.

فکر کړم هر څوک به ووايي چې رښتیا هم دا ښه ځواب ده، خو د یوه چا به هم دا شان ځواب  په سر کې نه وي ور تیر شوی. ولې؟

ځکه چې موږ هېڅکله نه غواړو خپلې مالونه (موټر) له لاسه ورکړو.  که موږ چیرته خپل ځان غوښتنه، خپلې مزې او چړچې او خپل داسې نور خدای راکړي نعمتونو د نورو لپاره ورکړو نو کېدای شي چې تر هغو هم ښه او زیات شیان تر لاسه کړو.

نېټه 2010/2/22 د لیکلو ساعت 2 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

د افغانستان د کرکېټ د ملي ټیم بریا دې ټولو افغانانو ته مبارکه وي!!!!!
نېټه 2010/2/14 د لیکلو ساعت 9 AM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

زما لیلا را نه خفه شوه

بیا د غمونو سلسله شوه

د زړه په کور کې مې نن غم ده

غم هم نه سمه غمخانه شوه

ربه ته را باندې رحم وکړه

پاکه مینه مې نظرانه شوه

زه یم ډوب د هغې په غم کې

خو هغه رانه بیګانه شوه


نېټه 2010/1/27 د لیکلو ساعت 9 AM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

هي الله (ج) ته مو خالق يي، ته راباندې ورحمیزه، ته مې سترګې راخلاصې کړه، ته د نیکۍ هدایت راته وکړه، منم چې ته قهار يي، خو رحیم هم يي، ته مې په خپل رحم سره وساته او دا ډک له ګناهونو زړه مې ستا د عبادت او اطاعت کور وګرځوه. منم چې سترګې دې راکړي، خو حالاتو را ړندې کړي دي، ته راته د زړه بصیرت راکړه تر څو تور - تور او سپین - سپین ووینم. اې الله (ج) ته مې غوږونه را خلاص کړه، ځکه په هره کوڅه کې چې د لمانځه ازان اورم، نو لمونځ مې هیر وي، ته بیرته هغه غوږونه راکړه چې ستا بلنه پرې واورم او بیا په خورا صفا زړه او نیت سره ستا کور ته ولاړ شم او هلته له تا سره د زړه خواله وکړم. هي الله (ج) ته را باندې ورحمیزه، ته مې وساته، ته راته هدایت د نیکۍ وکړه.
نېټه 2010/1/11 د لیکلو ساعت 0 AM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

عشق هم سمندر وي د هر چا بېړۍ په سر ساتي

کله بېړۍ سورۍ شي نو يي ډوبه بې خبره کړي

نېټه 2010/1/10 د لیکلو ساعت 11 AM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

د پارلمان (ګورنډي) غړو مخدوم رهین (خرډم لعین) ته د اعتماد رایه ورکړه. د کرزي صایب د کلتوري چارو سلاکار او ویاند، محمد اسماعیل یون ته دې هم مبارک وي.

افغان کلتور / ایرانی کلتور= مخدوم لعین

نېټه 2010/1/3 د لیکلو ساعت 12 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

ګل کرم اغزي خیږي حیران یمه حیران

هر څه په تندي کېږي حیران یمه حیران

دا د حسن لمر چې درنه پورې غاړه پریوزي

څنګه دي خاني کېږي حیران یمه حیران

سوځمه هر څو که د لمبو په منځ کې پروت یم

بیا مې هم یخني کېږي حیران یمه حیران

دغه د وطن حسن شناس کي چې يي ویني

یووې او په سپرلي کېږي حیران یمه حیران

ته د اباسین په غاړه وچي شونډي ناست یي

ستا هم زندګي کېږي حیران یمه حیران

نېټه 2009/12/31 د لیکلو ساعت 2 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

په پخوا زمانو کې یو پاچا و او یو وزیر یي درلود.

د پاچا وزیر به تل دا ویل چې، هره پیښه چې کېږی هغه زموږ په خیر ده.

یوه ورځ پاچا په یوه تیزه چاړه باندې خټکۍ جلا کاوه چې ناګهانه یي ګوته هم ور سره پري کړه. وزیر چې هلته ناست و، نو یي وویل: اندیښنه مه کوه هر څه چې کېږي هغه ستا په خیر دي. پاچا د وزیر د دې خبرې په اوریدو سره عصباني شو او خپلو عسکرو ته یي امر وکړ چې وزیر په بند کې واچوي. څو ورځي وروسته پاچا له خپلو عسکرو سره یوه ځنګله ته ولاړ او هلته يي په ښکار باندې پیل وکړ. پادشاه په داسې حال کې چې په اسپ باندې سپور وو اخیر يي په ځنګله کې خپله لاره ورکه کړه. پادشاه هرې خواته ولاړ خو خپل عسکر يي پیدا نه کړل عسکر هم په خپل پاچا پسې ګرځیدل. اخیر پاچا په دې ځنګله کې داسې یوې قبیلې ته ورسید چې هغوئ خپلو خدایانو ته د قربانۍ مراسم پر ځای کول. ناګهانه خلکو پاچا ته پام شو او د پاچا د ښایسته څیرې په لیدلو سره ټول خوشاله شول، ځکه چې د هغوئ په زړونو کې داسې ور وګرځیدل چې د خپلو خدایانو لپاره تر ټولو ښه قرباني همدا پاچا ده. هغوئ پاچا ونیو او له اسپ نه يي راښکته کړ او د خپلو خدایانو د مجسمې مخته يي وتاړه تر څو يي ووژني. ناګهانه د دې قبیلې یوه سړي چیغه کړه او ويي ویل: « هی!!! موږ نشو کولای دا سړی د خپلو خدایانو لپاره قرباني کړو، ځکه چې د هغه وجود ناقص ده. راشئ او د هغه ګوته وګورئ چې پرې سوې ده.»

وروسته د دې قبیلې خلکو هغه بیرته ازاد کړ او له مرګ څخه بچ شو.

کله چې پاچا خپلې ماڼۍ ته ورسید نو يي وزیر را وغوښت او ورته يي وویل: « زه ستا د دې خبرې په حکمت اوس پوه شوم چې تل به تا ویل هر څه چې پیښیږي هغه زموږ په خیر وي. ځکه چې زه له داسې خلکو سره مخامخ شوی وم چې زه يي خپلو خدایانو ته قرباني کولم، خو کله چې يي زما پري شوي ګوته ولیدله نو يي بیرته ازاد کړم. اوس ته دا راته ووایه چې زندان ته ستا په تګ سره تا ته کوم خیر در ورسید او که یه؟»

وزیر ورته وویل: « زما ګرانه پاچا ته نه ویني چې، که چیرته زه زندان ته نه وای تللی نو به د تل په څير زه له تا سره وای او په همدې ځنګل کې چې ته له وژلو بچ شوي، اخیر به یي زه قرباني کولم. نو څرګنده شوه چې زما بندي کېدل هم زما په ګټه او خیر پای ته ورسیده.

 

کلک ایمان ولرئ او په دې پوه شئ چې هر څه چې پیښیږي هغه د خداي پاک غوښتنه ده.

نېټه 2009/12/31 د لیکلو ساعت 1 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

اوږده شپه به زه سبا کړم****** ستا تصویر ته بې رڼا کړم

ټول غـــــــــــمونه د دنــــیا به****** زه هیر ستا په یوه خندا کړم

نېټه 2009/12/30 د لیکلو ساعت 6 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

د ژبې ټپ

 یو هلک و چې شه تربیه یي نه درلوده او په هره وړه خبره به یي اعصاب خرابیدل او له خلکو سره به یي جګړې کولې. بله ورځ یي پلار هغه ته یوه بوجۍ میخونه ورکړل او ورته یي وویل، هر کله چې عصباني کېدي نو له دې بوجۍ څخه یو دانه میخ در اخله او په دیوال باندې یي ټک وهه.

په لومړۍ ورځ باندې دې هلک نږدې ۳۷ میخونه د خپلو اعصابو د خرابیدا په خاطر ټک وهل. څو اوونۍ تیري شوي او دې هلک همداسې کاوه، خو په اخیره کې يي په دیوال باندې د وهل کېدونکو میخونو شمېره را ټیټه شوه. هغه پوه شو چې، د خپلو اعصابو کنټرولیدل پر دیوال باندې د میخونو ټک وهلو ته ډېره اسانه ده.

اخیر هغه ورځ را ورسیده چې دا هلک هېڅ نه عصباني کېده. هغه دا خبره پلار ته وکړه، نو پلار يي هم ورته وویل، هر کله چې دې خپل اعصاب کنټرولاوه، نو همدا ټک وهل شوي میخونه یو یو له دیوال څخه بیرته راباسه.

څو ورځې تیري شوي او وروسته بیا زوی پلار ته وویل چې، له دیوال نه يي ټول میخونه را ویستل. پلار د زوی لاس ونیو او هغه دیوال ته یي وروست او ورته یي وویل:« زما ګرانه زویه! تا ښه کار وکړ او ودې کولای شول تر څو په خپل خښم باندې بریالی شي. خو د دې دیوال سورو ته وګوره. دا دیوال نور لکه د پخوا په شان روغ رمټ نه ده. کله چې ته د عصبانیت په مهال کومې خبرې کوي، نو هغه خبرې هم په خلکو باندې دا شان اغیزې کوي. ته کولای شي د یوه انسان زړه په چاقو سره ووهي او چاقو بیرته  ترې راوباسي، خو که بیا ته هر څومره له هغه کس څخه عذر او بښنه وغواړي، کومه ګټه به ونه لري. ځکه چې هغه ټپ به د تل لپاره وي. نو په یاد لره چې د ژبې ټپ هم د چاقو د ټپ په شان دړدناک ده.  

نېټه 2009/12/29 د لیکلو ساعت 2 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

بې له تا، زه په پسرلې کې مړاوی یم

بې له تا، د دې سحرا هوسۍ لیوانې ښکاري

بې له تا، دا تور غر  تور دیو را ته ښکاري

                                                 ته چې راسره يي، زه په پسرلي کې را زرغونیږم

                                                 ته چې راسره يي، دا ارته سحرا را ته ماڼۍ ښکاري

                                                 ته چې را سره يي، دا تورغر راته د زړه کلا ښکاري


نېټه 2009/12/29 د لیکلو ساعت 2 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |

بيګا ه مې خوب ليدلو چــــــــــــې ګلان مې په حال ژاړي
اغزي ورسره مله وي بلــــــــــــــــــبلان مې په حال ژاړي
له خيله ورکه شوی زاڼه هــــــــــــــــــــــــرې خواته تلمه
دا ښکلي ښکلي ستوري شين اسمان مې په حال ژاړي
ســــــــــــــــــيلۍ د پرديسيو مې دهيلو ډيوې مړې کړې
غاټول په زړه زخمي ول بوراګان مې په حـــــــــــــال ژاړي
معصومې توتکــــــــــــــــــــــــۍ غوندې له ويرې رپيد مه
پرون چې مې دښمن هغه کارغان مې په حـــــــال ژاړي
په غبرګو زولنو ومه بيلــــــــــــــــــــــــــتون په پښو تړلي
مرګي وه غيږه خلاصه خوارمان مې په حـــــــــــــال ژاړي
نوبت کې وم ولاړه زه دتورو غرو ښــــــــــــــــــــــــامار ته
سينګار مې ورته کړلو خو پيزوان مې په حــــــــــال ژاړي
نېټه 2009/12/23 د لیکلو ساعت 2 PM لیکونکی محمد بصیر سلیمانخېل| |


وېبلاګ قالب : وېبلاګ قالب

اا